اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) سویډن كښې د قرآن پاك د بے حرمتۍ په ضد د جمعې په ورځ د وفاقی پايه تخت اسلام آباد پشمول په ټول هېواد كښې احتجاجې ورځ ولمانځلې شوه، علما کرامو د جمعې مونځ په خطبو كښې په سویډن كښې د قرآن پاك بے حرمتي په سختو ټكو غندلي ده او د حكومت څخه ئې غوښتنه كړې چې په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي او نړيواله ورورولي متحرک کړي۔دوي په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې د دې ډول پېښو په سباؤن كښې مخنيوي لپاره كوټلې تګلاره وضعه كړي