اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د متحده عرب امارات (يو اے اي) صدر شېخ خليفه بن زيد النهيان په مړينه د افسوس څرګندونه كړې۔ د جمعې په ورځ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئېل د دبئۍ امير شېخ خليفه بن زيد النهيان د متحده عرب امارات په پرمختګ كښې مثالي كردار ناقابل فراموش دے۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل د شېخ خليفه بن زيد النهيان انتقال سره عرب مطقه د يو غېر معمولي واكمن نه محرومه شوې ۔ ده ووئيل د شېخ خليفه بن زيد النهيان په مرګ د يو اے اي اولس او شاهي كورنۍ سره په غم كښې برابر شريك يو