اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د اړخه د مريم نواز په ضد په زبان درازۍ د افسوس اظهار كولو سره وئېلي دي ټول قام او په خاص توګه مېرمنې دې د دې سخته غندنه وكړي۔خپل ټوېټ كښې ده وئيل د كم ظرفۍ په اظهار د هېواد او قام په ضد عمران خان ستا جرائم پټېدې نه شي٬وزيراعظم ووئيل د مسجد نبوي(ص)حرمت او ناموس خيال نه ساتونكو څخه د ميندو٬خوئېندو او د لوڼو د عزت څه هيله كېدې شي٬وزيراعظم د عمران خان نوم اخستو نه بغېر ووئيل د تاريخ دا وړومبے سړے دے څوك چې د يو ګوند د مشر په حېث د بدتهذيبۍ پاتال ته پريوتې دے۔عمران خان د قام جوړولو لپاره راوتے ؤ او د قام اخلاق يې لامينځه يوړل