پاكستان په افغانستان كښې د تعليم، بنيادي بشري حقونو او د روغتيا په څانګه كښې پرمختګ غواړي. شازيه مري

image

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) سېنټر آف ريسرچ اېنډ سېكيورټي سټډيز ﴿سي آر اېس اېس﴾ د پاكستان، افغانستان سول سوسائټۍ په عنوان دوه ورځنے كانفرنس وكړو. د كانفرنس بنيادي مقصد په افغانستان كښې د طالبانو د حكومت واك اخستو نه پس په سخت معاشي ، سياسي او انساني بحران خبرې كول وو. د غربت د تخفيف او سماجي تخفط وفاقي وزيرې شازيه مري د كانفرنس مېرمنو ګډون كوونكو سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د مېرمنو د ګډون نه بغېر كوم هم قام يا هېواد پرمختګ نه شي كولے. زمونږ مذهب سړو او ښځو ته مساوي حقونه وركوي. كه كومه جينې يا مېرمن صلاحيت لري نو هغه د هېواد په پرمختګ كښې خپله برخه اچولې شي. د پاكستان او افغانستان په تاريخي اړيكو خبرې كولو سره هغې ووئيل پاكستان د افغانستان ګاونډي هېواد دے ٬ چې د افغان اولس مرستې لپاره ئې څه كولے شول هغه ئې كړي. هغې ووئيل پاكستان په افغانستان كښې تعليم، د بنيادي بشري حقونو او د روغتيا په څانګه كښې پرمختګ غواړي. پاكستان د طالبانو راتګ نه پس افغان وګړو ته وېزې وركړې وې، هغه وخت پاكستان يواځنے هېواد ؤ كوم چې دا وېزې وركړې وې. هغې ووئيل پاكستان غواړي چې افغانستان پرمختګ وكړي. پاكستان په افغانستان كښې د جامع حكومت پاليسي غواړي. هغې ووئيل په افغانستان كښې دې د جينكو تعليم ته پام لرنه وكړې شي. وفاقي وزيرې د افغان مېرمنو كار كوونكو ستونزې هم واورېدې او د اړوندو چارواكو لخوا ئې د مرستې باور وركړو. هغې ووئيل هغه به خپلو حقونو لپاره مبارزه كوونكو افغان انجونو او مېرمنو سره ولاړه وي.

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں