اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان لكي مروت كښې د ترهه ګرو لخوا په پوليس اهلكارو د ډزو سخته غندنه كولو سره په پېښه كښې د دوو ځوانانو په شهادت غم جنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې۔وزيراعلٰی د شهيدانو لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه او وې وئېل د غم جنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔محمود خان ووئيل د اولس د مال او ځان تحفظ او د امن او امان بحالۍ په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ پوليس لازواله قربانۍ وركړي كومې به چې تل ياد ساتلې شي۔وزيراعلٰی ووئيل په ډيوټۍ موجود پوليس اهلكار په نخښه كول بزدلانه او غېر انساني فعل دے د كومې چې څومره هم غندنه وشي كمه ده