اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي)خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د نړيوال اقتصادي فورم درې ورځنۍ كلنې غونډه كښې ګډون لپاره د سويئټزلينډ ډيووس ښار ته روان شوې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير ته په غونډه كې د ګډون بلنه د نړيوال اقتصادي فورم صدر وركړې۔ د خارجه چارو وزيرمملكت حنا رباني كهر هم د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره ده۔ خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به د 23 نه تر 26 مئي په ډيووس كښې د فورم كلنې غونډه كښې ګډون كوي۔ خارجه وزير او وزيرمملكت دواړه به عصري نړيوالو او سيمه ايز مسئلو سره اړوندې د نړيوال اقتصادي فورم ګڼ شمېر دستورو كښې هم ګډون كوي۔ خارجه وزير به د جغرافيائي سياسي پېشرفت په نتيجه كښې د رامخې ته شويو معاشي او سماجي اثراتو سره سره د كورونا٬خوراك او توان تحفظ او د موسمياتي بدلون څخه پیدا شويو چېلنجونو په اړه د پاكستان نقطه نظر وړاندې كوي۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري به په كلنه غونډه كښې ګډون كوؤنكو خپل همڅنګو سره ملاقات او مېډيا سره خبرې كوي۔ ورلډ اكنامك فورم هر كال سياسي او كاروباري لارښودو سره سره د نړيوالو تنظيمونو استازي٬ سول سوسائټي او د ټولې نړۍ څخه د ځوانانو نمائندګي كوؤنكي يوځاې كوي دغسې چې په معاشي٬سماجي او ماحولياتي چېلنجونو قابو موندلو لپاره د لارو تعين وكړې شي۔