پاكستان د هند په كرناټك ايالت كښې د اذان مخالف اقدام سخته غندنه وكړه

image

اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي)پاكستان د هند كرناټك رايالت په بېلو جوماتونو كښې د اذان په وخت په لاؤډ سپيكرو د هنومان چاليسه او د هندو عقيدې د نورو سندرو په غږولو د افسوس ناكې پېښې سخته غندنه كړې۔د خارجه دفتر وياند د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل دا د پرېشانۍ پېښې د سري رام سينا د مشر د اعلان نه يوازې يوه ورځ پس رامينځ ته شوي په كومه ورځ چې هغه د اذان په مقابل كښې د اشتعال انګير هنومان چاليسه او د هندو مذهب د نور بهجن غږولو غږ كړے ؤ ۔وياند ووئيل د غندنې وړ خبره ده چې د هند كرناټك كښې د هندو جنوني ډلو د آزادۍ په نامه تش د نامې او د غندنې وړ كمپائن پېل كړے ۔وياند ووئيل هند دې د اقليتونو حفاظت٬سلامتيا او خېرښېګړه باوري كړي۔

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں