وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نړيوال بېنك سوئېلي آسيا منطقې لپاره د نائب صدر هارټ وګ شيفر ملاقات

image

اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ له د ورلډ بنك مرستې ستائېلو سره د كركيلې٬پیشه وره تربيې او توان څانګو د لا قوي كولو خواهش څرګند كړے ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د نړيوال بانك سوئېلي آسيا ريجن نائب صدر هارټ وګ شيفر د نهې په ورځ ملاقات كړے ۔وزيراعظم شهباز شريف د نائب صدر هركلي كولو سره د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د نړيوال بانك مرسته ستائېلې۔وزيراعظم د ډلو ترمينځه د شريكو اړيكو په خاص توګه د كركيلې٬پیشه وره تربيې او د توان په څانګو كښې د مرستې لا قوي كولو د خواهش څرګندونه كړې ۔ دغسې دوي د نزدې رابطې ساتلو او د شريكو مقاصدو تر لاسه كولو لپاره په ګډه كار كولو ته هم اتفاق كړے

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں