وزيراعظم شهباز شريف سره د ايمل ولي خان په مشرۍ كښې د عوامي نېشنل پارټۍ پلاوي ملاقات

image

اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د ايمل ولي خان په مشرۍ كښې د عوامي نېشنل پارټۍ پلاوي د نهې په ورځ ملاقات كړے ۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د هېواد په سياسي او مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې ۔وزيراعظم د جمهوريت او آئين پاسداري او د اولس خېرښېګړی لپاره د عوامي نېشنل پارټۍ د مرستې مننه وكړه۔په ملاقات كښې اتفاق وكړے شو چې ټول سياسي ګوندونه به په ګډه د معيشت بحالۍ او جمهوريت قوي كولو لپاره كار كوو

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں