عمران خان صاحب په دوروغو وئېلو نه ستړے كېږي٬په فارن فنډنګ كښې ثابت شوے مني لانډرر په نورو بې بنسټه تورونه لګوي ٬ څوك چې پخپله د اربونو روپو په غېر قانوني فنډنګ كښې نيولے شوے۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د عمران خان په خطاب غبرګون

image

اسلام آباد 12مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان صاحب په دوروغو وئېلو نه ستړے كېږي٬په فارن فنډنګ كښې ثابت شوے مني لانډرر په نورو بې بنسټه تورونه لګوي او څوك چې د اربونو روپو په غېر قانوني فنډنګ كښې پخپله نيولے شوے۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان ګښې هغې ووئيل تر څلورو كلونو د اولس وړه٬چيني٬غوړي او اېل اېن جي غلا كونكے هره ورځ په دروغو وئېلو د خپلې ګناه پټولو هڅه كوي۔هغې ووئيل كله چې مسلم ليګ(ن)په كال 2018م كښې حكومت پرېښودو نه هغه وخت هېواد زيات شوي چيني او غنم بهر لېږل٬هغې ووئيل كله چې اولس په كال 2022م كښې عمران خان بهر كړو نو پاكستان غنم او چيني د نورو هېوادونو نه راوړي۔ده كركيلې ته دا ترقي وركړې ؟د عمران خان صاحب په دور كښې د ډي اے پي بورۍ د 2600 نه 10 زرو ته رسېدلې ٬ دا د كركيلې پرمختګ و؟هغې ووئيل د عمران خان په څلور كاله كښې وړه د 35 نه 90 ٬ چيني د 52 نه 120 روپو كلو ته رسېدل او دا خر څه ٬اولس نه دي هېر كړي٬د ده په دور كښې د برېښنا يو يونټ د 11 نه 24 روپو ته رسېدلے ٬ګاز د 600 نه 1400 روپو ته رسېدلے۔ هغې ووئېل د ده په څلور كاله دور كښې په پاكستان قرض 43 زره اربه ته رسېدلے ۔دا يې د معاشي خوشحالۍ ډالۍ وركړې؟د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل ډالر يې د 120 نه 191 ته رسولے او نن دروغ وائي چې معيشت ښه شوے ؤ ٬څوك نادانه جوړوي؟د اطلاعات وزيرې ووئيل عمران صاحب چې هر څومره دروغ اووئې ستاسو د څلورو كلونو توره عمل نامه د اولس په وړاندې ده۔هغوي يې نشي هېرولې٬په څلور كاله كښې تاريخي ګراني بدتره قرض٬سخته بې وسي او لوږه ستاسو بدرنګه اعمال نامه ده۔هغې ووئيل عمران خان صاحب لويه پريكړه شوې او اولس مسترد كړے يې٬اولس يو نالائق٬نااهل ٬ غل او دروغجن مسترد كړے دے

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II