وزيراعظم د چينيو په برآمد بندېز ولګولو٬ تر ټولو وړاندې د اولس د حاجت ترسره كولو هدايت

image

اسلام آباد۔9مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د چينيو په برآمد بندېز لګولو سره هدايت كړې دې چې تر ټولو وړاندې دې د اولس حاجت ترسره كړې شي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزير اعظم شهباز شريف په هېواد كښې د چينو ذخيرې او د دې بيعه مستحكم ساتلو له د چينو په برآمد كېدو د بندېز لګولو پرېكړه كولو سره هدايت كړې دې چې د اولس حاجت دې تر ټولو وړاندې ترسره كړې شي او د چينيو بيعه دې مستحكم كړې شي۔ وزیراعظم د قاچاق په ضد د سختې كارروائۍ كولو امر هم وكړو۔ ده هدايت وكړو چې د ذخيره كوؤنكو او ناجائزه منافع خوړونكو په ضد دې سخت ګامونه پورته كړې شي۔ وزیراعظم اړوندو ادارو ته په احكاماتو په بشپړه توګه د عمل درآمد په اړه د پرله پسې رپورټ وړاندې كولو هدايت هم وكړو۔ وزیراعظم خبردارې وركړو چې په دې لړ كښې د كوم غفلت يا بې پرواھۍ په صورت كښې به اړوند چارواكي او عملې مسؤله ګرځولې شي

مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں