شېخ رشيد په هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كولو هڅه كوي٬ د داخله وزير ميډيا سره خبرې

image

لاهور۔7مئی(اے پی پی) د مسلم ليګ نون پنجاب صدر او د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئيلي دي پخوانې وزيراعظم دې د نورو ګوندونو د مشرانو احترام وكړي او خپلو كارمندانو ته د بدتميزۍ كولو ترغبيب وركولو څخه دې ډډه وكړي۔ په لاهور كښې د خالي په ورځ د نشائي توكو مخنيوي عدالت ته د وړاندې كېدو په موقعه ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل شېخ رشید دې د خونړي مارچ بيان بېرته واخلي٬ كه شېخ رشيد خپل بيان بېرته نه اخلي نو دې به د خپل كور نه هم بهر راوتلو ته پرې نه ښودلې شي۔ رانا ثنا اللہ ووئيل دا خلق په هېواد كښې د اړي ګړي رامخې ته كولو هڅې كوي٬ دوئي چې څه هم كوي هغې سره به پخپله هم مخامخ كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل د وراره ګرفتارۍ د شېخ رشيد خوبونه تښتولي دي٬ ده عدالت ته د ګرفتارېدو نه وړاندې د ضمانت درخواست وړاندې كړې دې۔ ده ووئيل شېخ رشيد زندان ته د خسر كور وائي نو بيا دې خسر كره تللو نه يره ولې كوي۔ رانا ثنااللہ ووئيل عمران خان د فرح ګوګي وكيل جوړ شوې دې ٬ هغه اېمنسټی اسکیم هم ګوګي لپاره راوړې۔ رانا ثنا اللہ ووئيل عثمان بزدار تش د نامې وزير اعلی وو ٬ هغه حكم منلو لپاره وزيراعلی ساتلې شوې وو۔ وفاقی وزیر د خپل كېس ذكر كولو سره ووئيل دوه نيمو كالو څخه د نشائي توكو په كېس كښې د تاريخ په لړ كښې راغلې يم ، عمران خان په مخالفینو د دروغو كېسونه جوړ كړل خو هغه يۍ ثابت نه كړې شول٬ خلق په ضمانتونو خوشې كولې شي ٬ د 15 كلو نشائي توكو كېس حقائق اوس رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د نشائي توكو په كېس كښې عمران خان او شهزاده اكبر تورن دي۔ ده ووئيل كه ما قتلونه كړي وو نو بيا د هېروئن كېسونو جوړولو څه ضرورت وو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں