د ټولنې وروستې پاتې طبقې ته زيات ريليف وركولو لپاره اقدامات كوو. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب مېډيا سره خبرې

image

فېصل آباد 16 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د ټولنې وروستې پاتې طبقې ته زيات ريليف وركولو لپاره اقدامات كوو، صنعتونه پرمختګ كوي او دې سره د روزګار موقعې پېدا كېږي، اولس ته به د احساس كارډ د لارې په څيزونو سبسډي وركوو، د پي ډي اېم چې څومره خوښه وي جلسې دې وكړي، لاريونونه دې وكړي، حكومت هېڅ خطر نه لري. د خالي په ورځ فېصل آباد كښې د رحمة للعالمين عشره په لړ كښې د جوړې شوې دستورې په مهال مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په نړيواله كچه د تېلو په بېعه كښې اضافه شوې ده او دې سره د پاكستان پشمول ټول پرمختللي هېوادونه ځپل شوي دي. ده ووئيل چې كله د پېټروليم مصنوعاتو بېعې په نړيواله منډئي كښې ټيټې وې نو حكومت هم اولس ته ريليف وركولو اوس بېعې يو په دوه شوې دي نو حكومت هم په بېعو كښې لږه اضافه كړې ده.

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں