پاکستان كښې د كرونا وائرس په ضد مونږ ټولو سره د مشاورت كولو تګلاره خپله كړې٬ د كرونا وائرس تشخيص لپاره مستند لېب جوړ كړے شوي ۔ډاکټر فېصل سلطان

image

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان وئيلي دي پاکستان كښې د كرونا په ضد مونږ ټولو سره د مشاورت كولو تګ لاره خپله كړې٬ د كرونا وائرس تشخيص لپاره مستند لېب جوړ كړے شوي ٬ د كرونا وباء خپرېدو لاره نيولو لپاره سمارټ لاك ډاٶن او ټارګټډ لاك ډاون پاليسي خپله كړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د انسټيټيوشن آف ريجنل سټډيز تر سېوري لاندې وېبينار ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د كرونا وباء خپرېدو لاره نيولو لپاره سمارټ لاك ډاٶن او ټارګټډ لاك ډاون پاليسي خپله كړې شوې د كومې چې نړۍ ستائنه كړې۔ د کرونا ويکسي نېشن لپاره د نادرا ډېټا څخه ګټه پورته كوو۔ ده ووئيل د دې وباء څوك هم په يوازې مقابله نشي كولې ٬ ټولو سره په ګډه د دې مخ نيوے كول وو ٬ ځكه ضروري وه چې د هېواد ټولو اولس سره مشاورت وكړے شي۔ ده ووئيل د مثبتې لائحې په سبب د كرونا وباء رنځورانو لپاره د بېډز او آكسيجن د كمي مسئله نشته او په دې لړ كښې د ډاكټرانو او د طبي عملې معياري تربيه شوې

مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada
متعلقہ مضامین
مزید خبریں