د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د سلووینیا خپل همڅنګ سره ملاقات٬ د لوړې كچې تبادلو د لارې د دوه اړخيز رابطو په زياتولو اتفاق

image

اسلام آباد۔23ستمبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 76مې غونډې په مهال د سلووينيا خپل همڅنګ اينزے لوګر سره ملاقات وكړو۔ دواړو خارجه وزيرانو د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلی كچې تبادلو د لارې د دوه اړخيزه رابطو په لا زياتولو اتفاق وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لمخې دواړو خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او افغانستان كښې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل سلووینیا د اروپائي ائتلاف يو مهم هېواد دے او پاكستان سلووینیا سره دوه اړخيزې اړيكې زياتې مهمې ګڼي۔ خارجه وزير د اروپائي ائتلاف د صدارت منصب په سنبالولو د سلووینیا خارجه وزير ته مباركي وركولو سره ووئيل يو سوله ييز او مستحكم افغانستان د پاكستان او منطقې لپاره ډېر مهم دے۔ خارجه وزير هيله ولرله چې افغانستان كښې جوړېدونكې نوے حكومت به ټولشموله وي۔ پاكستان به د ګډې مسؤليت لمخې افغانستان كښې امن په ځائې كولو له خپل كردار ترسره كو۔ هغه ووئيل كه افغانستان كښې حالات ناوړه شو نو اغېز به ئې په ټولو وي۔ هغه ووئيل افغانستان كښې ممكنه انساني او اقتصادي بحران نظر كښې نيولو سره نړيوالې ورورولۍ له به د افغانانو مرستې له فعاله ګامونه پورته كول وي۔ خارجه وزير خپل همڅنګ د اروپائي هېوادونو نورو خارجه وزيرانو سره خپلو رابطو نه خبر كړو۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د افغانستان د ګاونډي هېوادونو خارجه وزيرانو او د اېس سي او سمټ په موقعه د اېس سي او او سي اېس ټي او پلاويو مشرانو سره شويو خپلو خبرو نه هم هغه خبر كړو۔ هغه ووئيل پاکستان د 37 هېوادونو او نړيوالو ادارو سره تعلق لرونكو 14 زره نه زياتو وګړو كابل څخه ويستلو كښې مرسته وكړه۔ خارجه وزير لوګر د نړيوالې انخلاﺀ هڅې آسانې جوړولو كښې د پاكستان د مثبت كردار ستائنه وكړه۔ دواړو خارجه وزيرانو په دې اتفاق وكړو چې د پاكستان او سلووينيا ترمينځه د اعلی كچې تبادلو د لارې به د دوه اړخيزه رابطو او په سيمه ايزو مسئلو د مشاورت لړۍ روانه ساتلې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں