اسلام آباد 24ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 76مي غونډي په موقع د جمعې په ورځ د رومانیه خپل همڅنګ بوګډن آریسکو سره ملاقات کړے۔د خارجه دفتر وياند له مخې دواړه خارجه وزيرانو په دوه اړخيزه اړيكو او د افغانستان په موجوده صورتحال د خیالاتو څرګندونه كړې ۔خارجه وزير ووئيل پاکستان رومانیه سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔ده ووئيل پاکستان او رومانیه ترمينځه تجارتی او اقتصادی اړيكو ته ودي وركولو كښې پاك۔رومانیه بزنس کونسل او شريك اقتصادی کمېشن فعال او مهم کردار ترسره كولې شي۔خارجه وزير دوه اړخيزه تجارتی او دفاعی اړيكو لا مستحکمولو او د شريكي خوښي په څانګو كښې د مرستي زياتولو په حاجت زور راوړو۔ دغسې دواړه خارجه وزيران د پاکستان او رومانیه ترمينځه د راروانې سیاسی مشاورتی غونډي زر تر زره كولو ته سلا شول او د رومانیه خارجه وزير ئې د افغانستان صورتحال او د سباؤن تګلاري په اړه د پاكستان د موقف څخه خبر كړو۔ د رومانیه خارجه وزير کابل څخه د رومانيه وګړو محفوظه انخلاء كښې په بشپړه مرسته كولو د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قریشی او د پاکستانی قیادت مننه وكړه