اسلام آباد 20 ستمبر (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي پاكستان كښې د سولې ثبات هېڅ مسئله نشته٬ کرکټ په سياست كښې شكېل كول خفګاني فعل دے ٬ نړيوالو سفيرانو٬ لوبغاړو او سېلګرو پاكستان محفوظ هېواد ګرځولے ، د نيوزي لېنډ لوبډلې دورې منسوخ كېدو نه پس د غېر ملكي لوبغاړو غبرګون د ټولو په وړاندې دے، د نيوزي لېنډ لوبډلې كپتان خپله هم وئيلي دي د پاكستان دوره منسوخ كول د كركټ زيان دے ۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په قيادت كښې پاکستان ورځ تر ورځه مخ په وړاندې روان دے٬ كوم خلق چې د هېواد په لوټ كولو كښې ككړ وٶ٬ د روپۍ روپۍ حساب به وركوي۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ امن لپاره بلها قربانۍ وركړي په كومو چې څوك سترګې نشي پټولې، افغانستان څخه د غېر ملكيانو د انخلاء په وخت هم پاكستان د وړومبي صف كردار لوبولے ۔ ده ووئېل غېر ملكيان د افغانستان نه پاکستان ته راغلل بيا خپلو اړوندو هېوادونو ته لاړل، ھغه وخت خو پاکستان محفوظ ٶ او اوس غېر محفوظ شوے ، دا د نړۍ لپاره يوه پوښتنه ده ؟۔ ده ووئيل پاكستان كښې د امن و امان هېڅ مسئله نشته٬ دلته د پي اېس اېل كامياب ټورنمنټ تر سره شوے او نړيوالو لوبغاړو پاكستان كركټ لپاره محفوط هېواد ګرځولے ، د دې نه علاوه د برتانيې شاهي كورنۍ پشمول د نړۍ د يو شمېر هېوادونو مشرانو او سفيرانو هم د پاكستان ستائنه كړې ۔ ده ووئيل هند د فېټف نه پس د كركټ په حقله د پاكستان په ضد په سازشونو كښې بوخت دے ، د هند خارجه وزير د دې خبرې اعتراف كړے چې هند غواړي چپاكستان په ګرے لسټ كښې برقرار وساتلے شي۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان شوګر مل نه لري ځكه ھغه د بدعنوانه عناصرو په ضد د فرق نه غېر په احتساب باور لري، كوم خلق چې د هېواد په لوټ كولو كښې ككړ وٶ ھغوي له به حساب وركول وي۔