اسلام آباد13ستمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي اپوزېشن ته په خوب كښې هم اليكټرانك ووټنګ مشين ښكاري٬څوك هم حكومت نشي بليك مېل كولے٬اپوزېشن ګوندونه دې پخلا وي يا مرور٬حكومت د 2023 ټاكنې د اي وي اېم د لارې كولو له لوظي دے۔وزيراعظم عمران خان د مېډيا په آزادۍ باور لري۔د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل حكومت د كركېلې او صنعتونو پرمختګ پشمول د كروندګرو څوكالۍ لپاره اقدامات كړي٬د كنټونمنټ بورډ ټاكنې د تحريك انصاف حكومت د مقبوليت عكاسي ده۔وګړو د ټول هېواد څخه د تحريك انصاف په كاميابولو په وزيراعظم عمران خان د باور څرګندونه كړې دغسې(ن)ليګ او پيپلز پارټي سيمه ايز ګوندونه پاتې شوي۔ده ووئيل د مجوزه مېډيا ډوېلمپنټ اتهارټي قانون لا جوړ شوے نه دے خو شور جوړ شوے۔په دې كښې هېڅ شك نشته حكومت د جعلي خبرونو مخ نيوې او د مېډيا او خبريالانو د حقونو تحفظ باوري كول غواړي۔په دې حقله به ټول سټيك هولډرز په اعتماد كښې اخستلے شي۔بايد ټول صحافتي تنظيمونه د احتجاج په ځاے په دې حقله خپل نكته نظر وړاندې كړي