اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي) خزانې وفاقي وزير شوکت ترين د انټرنېشنل اي پېمنټ ګېټ وے اطلاق له د سركاري او نجي څانګې د اړوندو شراكتدارو معاونت او په مشاورت سره د نړيوال معيار او سپېځلتيا باوري كولو لپاره د تګلارې وضعه كولو سپارښتنې سره وئيلي دي په انټرنېشنل اي پېمنټ ګېټ وے په سفر كښې به حکومت د سهولت كار او رېګولېټر کردار لوبوي، د ګېټ وے د نړيوالې رابطې له امله به د اي كامرس مصرف كوٶنكو باور زيات شي۔ د خزانې وفاقي وزير دا خبرې د پاكستان انټرنېشنل اي پېمنټ ګېټ وے پحقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ د انټرنېشنل اي پېمنټ ګېټ وے څخه به مالي شموليت او د ادائيګو نظام ډيجيټلائز كولو له مرسته ترلاسه شي كومه چې د اي كامرس د پاليسۍ 9مه ستن ده۔ په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي سيد امين الحق، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د اېن آئي ټي بي چيف اېګزېكټو سيد حسېن عباس کاظمي، او نورو اروندو چارواكو ګډون وكړو۔ دغسې د سټېټ بېنك ګورنر ډاكټر رضا باقر د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔په دې موقع د خزانې وزير امر وكړو چې د مشاورت نه څلورو اوونۍ پس دې فرېم ورك وړاندې كړے شي ۔ ده ووئيل په انټرنېشنل اي پېمنټ ګېټ وے په سفر كښې به حکومت د سهولت كار او رېګولېټر کردارلوبوي۔ شوكت ترين ووئيل د ګېټ وے د نړيوالې رابطې له امله به د اي كامرس مصرف كوٶنكو باور زيات شي۔