اسلام آباد 14ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد سره د په پاكستان كښې سوريې ناظم الامور ليدلې دي۔په ملاقات كښې د پاكستان او سوريې ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دغسې د پاكستان او د سوريې ترمينځه شريكو اړيكو ته پراختيا وركولو ته اتفاق وكړے شو۔په دې مهال د پاكستان او سوريې ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو له په مختلف تجاويز د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل پاكستان او سوريه خپلو كښې نزدې اړيكې لري۔د سوريې وګړو لپاره به د ويزې ترلاسه كولو آسانۍ وركولې شي۔د سوريې ناظم الامور ووئيل پاكستان سره اړيكو ته پراختيا وركولو او د سېلګرۍ ودې له خوښي لرو