پاكستان په كورني او بهرني ډګر ځانګړی كاميابۍ ترلاسه كړي٬هېواد نوې اړخ پلو روان دے٬د كورونا باوجود معيشت مستحكم پاتې شو٬د هند انتهاخوښې نظريه د منطقې امن لپاره خطره ده۔ د صدر ډاكټر عارف علوي د پارليمان شريكې غونډې ته وېنا

image

اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي په تېرو دريو كلونو كښې د حكومتي ګامونو په سوب د پاكستان په كورني او بهرني ډګر د ځانګړو كاميابيو رامخې ته كولو سره وئېلي دي پاكستان نوي او مثبت اړخ پلو روان دے٬د كورونا وبا باوجود د پاكستان موثره پالېسو او تګلارې په سبب د پاكستان معيشت مستحكم پاتې شوے۔ترسيلات ٬ برآمدات او سټاك ايكسچېنج كښې د ښكاره ښه والي پشمول اقتصادي اشاريې د حكومت د معاشي كاركردګۍ ښكاره ثبوتونه دي ۔د احساس پروګرام د لارې د كمزورو طبقو لپاره اقدامات٬د تعميراتي څانګې لپاره آسانۍ٬د لږ آمدن لرونكو لپاره د كورونو وركړه٬كامياب جوان پروګرام او د يو ډول قامي نصاب نفاذ د ستائنې وړ اقدامات دي۔د هند انتهاخوښې او فاشسټ نظريې څخه د منطقې امن ته خطر پیښ دے٬هند دې كشمير كښې د ظلم بازار بند كړي او د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه د كشميريانو سره د خق خود اراديت كړې وعده دې ترسره كړي۔افغانستان كښې امن د ټولو ګاونډيانو هېوادونو لپاره مهم دے٬نړۍ په دې خبره د لاكهونو ځانونو زيان او د اربونو ډالرو خرڅ كولو نه پس پوهه شوه كومه چې وزيراعظم عمران خان 20 كاله وړاندې كړې وه۔جوهري قوت٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ٬د كډوالو سره خواخوږي او د تنظيم جذبه د پاكستان د ذهانت ښكاره ثبوت دے٬پاكستان كښې د جمهوريت ودې او په ټول ټاكنو كښې د سپيځلتيې باوري كولو لپاره د اليكټرانك ووټنګ مشين كارولو پشمول اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے٬د جعلي خبرونو او غېبت څخه د خلاصي سره تربيې ته پام لرنه كول غواړي۔د ګل په ورځ د پارليمان شريكې غونډې ته خپل خطاب كښې صدر ډاكټر عارف علوي د درېم پارليماني كال په ترسره كېدو او د څلورم كال په پېل ټولو غړو له مباركي وركولو سره ووئيل په پاكستان كښې جمهوري اقدارو او د يو بل زغملو روايات وده موندې ۔ده ووئيل د تېرو لسيزو د تربيې د كومو پړاونو چې مونږ تېر شو د هغې په نتيجه كښې طاقتونه او صلاحيتونه په خپل ځان كښې راپېدا كړے شوو او د دې په سبب به مونږ د پاكستان ځلانده سباؤن ترمخه منزل ته ورسو۔صدر په معيشت په خپلو خبرو كښې ووئيل د كورونا ناوړه اثراتو په سوب چې د ټولې نړۍ معيشتونه كمزورې كېدل پېل شول نو په دغه وخت د لوي څښتن په فضل د حكومت ښه پالېسو په سبب د پاكستان معاشي كاركردګي د نورو هېوادونو په مقابل كښې ډېره ښه پاتې شوه او د معيشت شرح نمو 3.94 فيصد وه۔صدر د حكومت د څو څرګندو كاميابو ذكر كولو سره ووئيل په مالي كال 21-2020 كښې د پاكستان برآمدات د تېر كال 23.7 ارب په مقابل كښې 25.3 ارب ډالر ته رسېدلې دي۔دغسې ترسيلات زر د 29.4 ارب ډالر رېكارډ كچې ته رسېدلي كوم چې د تېر كال په نسبت 6 اربه ډالره زيات دي او د دې كال په پېل كښې يوازې په دوو مياشتو كښې دا لا لس فيصده زيات شوي۔پاكستان سټاك ايكسچېنج د پخوا ټول رېكارډونه مات كړي او د اېشيا د غوره او د نړۍ د څلورمې ښې كاركردګۍ درناوے ئې ترلاسه كړے دغسې په مئي 2021 كښې په يو سېشن كښې د 2.21 اربه حصص اغستل او خرڅول شوي ۔ده ووئيل د حكومتي اقداماتو په سوب دوه كاله وړاندې د نړيوال بېنك كاروبار كښې د آسانيو راپیدا كولو په انډيكس كښې د پاكستان پوزېشن 28 درجې ښه شوے ؤ او اوس د اورسيز انوسټرز چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري د شوې سروے ترمخه د سمندر پورې پاكستانيانو د حكومت په معاشي پالېسو باور 60 فيصده زيات شوے ٬اېف بي آر په كال 2021 كښې د ټېكس ترلاسه كولو په مد كښې 4730 ارب روپۍ راغونډې كړي كوم چې د تېر كال په نسبت 18 فيصده زياتې دي دغسې د اوسني مالي كال په وړومبو دوو مياشتو كښې د خپل هدف نه 160 ارب روپۍ زياتې ترلاسه شوي٬د اولس په دومره زياته شمېره ټېكس وركول او ترسيلات زر رالېږل د حكومت په پالېسو د باور څرګندونه ده۔صدر ووئيل اولس او په خاص توګه كمزورې طبقې څخه تعلق لرونكو كسانو ته حكومت يو لويې تعميراتي پیكج وركړے ٬ د كور وركولو لپاره نيا پاكستان هاؤسنګ پروګرام پېل شوے چې پكښې حكومت تعميراتي څانګې له د 36 اربه روپو سبسډي وركولو سره د بېلو ټېكسونو په مد كښې آسانۍ وركړې شوي۔د بېنكونو په مرسته اولس له د كور جوړولو لپاره په آسانو شرطونو قرض وركولو لپاره اقدامات شوي چې ترمخه يې د پاكستان بينكنګ سېكټرز هاؤسنګ او تعميرات فنانس پورټ فوليو د 260 ارب روپو حد عبور كړې۔د حكومت اعلان كړي پېكج ترمخه تراوسه د 447 ارب روپو 1252 منصوبې رجسټرډ شوي ۔د حكومت دې ګامونو په سبب نه يوازې معاشي ځلې ځلې ګرندې شوي بلكې د 70 نزدې اړوندو صنعتونو څخه اولس ته د روزګار موقعې هم په لاس ورغلي۔ده ووئيل د كركيلې په لړ كښې 2.77 فيصد پرمختګ شوے او په دې كښې لا خواري كول غواړي۔د حكومت د آئي ټي څانګې ته د خاص پام لرنې په سبب د آئي ټي برآمدات 2.12 ارب ډالر ته رسېدلي كوم چې د تېر كال په نسبت 47 فيصده زيات دي۔صدر ووئيل پاكستان ځوانانو ته د تربيې او روزګار وركولو لپاره هم اقدامات كړي چې پكښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ترمخه د ځوانانو د آن لائن تربيې پروګرام”ډيجي سكلز”د ذكر وړ دے۔تراوسه 17 لكه ځوانانو ته تربيه وركړې شوې چې پكښې زيات د 18 نه تر 29 كلونو عمرونه لري۔پاكستان فري لانسرز تراوسه د 20 كروړه ډالرو نه زياته زرمبادله ګټلې۔ده د سائبر سېكورټي په حقله ووئيل زه په دې هم پوهېږم چې د ذهانت په اعتبار سره پاكستانې قام او ځوانان د نړۍ د كوم قام نه هم كم نه دي۔زه په خپلو سائنسمدارو او آئي ټي پوهانو باور لرم چې هغوي به د خپل ذهني استعداد ترمخه د اوسني وخت سائبر ډيفنس او امنيتي چېلنجونو په غوره ډول مقابله وكړي۔ده ووئيل د كرپشن ناسور او د ماضي ناسمو ترجيحاتو په سبب نه يوازې مونږ د پرمختګ نه پاتې شو بلكې د انساني او سماجي پرمختګ په ټولو اشارو كښې هم د نړۍ نه وروستو شو۔د ټېلنټ قدر نه كول او مېرټ ته فوقيت نه وركولو په سوب پاكستان ته د ګورننس زيان ورسېد او د برين ډرين سره مخ كېدل هم راپغاړه شو۔ده ووئيل د قامي سلامتيا تصور اوس د پولو او عسكري معاملاتو پورې محدود نه دې پاتې بلكې دا اوس د ماحول خوراك٬تعليم٬د صحت په څانګه كښې د انساني سلامتيا جامع تصور له مركزي حېثيت لري۔مونږ د دې خبرې ادراك لرو چې نوې او عظيم اشان پاكستان جوړول د تعليم لرونكي صحت مند او ذمه واره قام د لارې ممكن دے۔هنر مند او ذهين كسان د قام د پرمختګ تر ټولو لويې ستنې دي۔صدر ووئيل حكومت د بشري همدردۍ په بنياد د ټولنې كمزوري او بې وضله اولس ښېګړی له د احساس پروګرام غوندې د غربت خاتمې او د سماجي تحفظ مثالي منصوبې پیل كړي ٬د ذهني او جسماني كمزورۍ خاتمې له احساس نشوونما٬بيا٬وسيله تعليم٬احساس كفالت٬احساس سكالرشپ٬احساس ايمرجنسي كېش٬احساس آمدن٬احساس لنګر خانې او احساس څوك اوږې اوده نشي پروګرامونو څخه د غريبو او مستحق كسانو معاشي او سماجي تحفظ له كار روان دے۔دغسې د ټولنې كمزورو طبقو دړد ترمخه حكومت سږ كال 208 اربه روپۍ مختص كړي چې پكښې به 1 كروړ 20 لكه كورنيو له نغده مرسته وركولې شي دغسې د “احساس كفالت”ترمخه به 70 لكه مېرمنو له د مياشتې 2 زره روپۍ وركولې شي او 20 لكه خاص كسانو له د دوه زره روپو وركولو هم منظوري وركړی شوې ۔ده ووئيل د كامياب جوان پروګرام لپاره سږ كال نزدې 100 اربه روپۍ اېښودلې شوي ٬د دې څخه به د هېواد ځوانانو له كاروبار شروع كولو له په آسانو شرطونو قرض وركولې شي۔تراوسه د 15 اربو نه زياتې روپۍ د 14 زره كسانو لپاره كاروبار له وركړې شوي دغسې حكومت د ځوانانو استعداد او هنر زياتولو له د “هنر مند پاكستان پروګرام “لپاره 10 اربه روپۍ بېلې كړي چې پكښې په هېواد كښې په 720 ادارو كښې 1 لكه 70 زره ځوانانو ته هنر وركړے شوے۔صدر ووئيل حكومت د وړيا علاج لپاره هم هڅې كوي٬د صحت سهولت پروګرام ترمخه تراوسه٬خېبرپښتونخوا٬پنجاب٬بلوچستان٬اسلام آباد٬آزاد كشمير٬پخوانۍ فاټا او ګلګت بلتستان څخه 1 كروړ 80 لكه كورنۍ نه پروګرام سره مستفيد كېږي او ډېر زر به ټولې ودانۍ ته دا سهولت وركړې شي۔ده ووئيل حكومت هېواد كښې د ټېلي مېډيسن ودې له هم اقدامات كوي او صوبو ته خواست دے چې هغوي دې تصور ته پام وكړي ځكه چې د ارزان علاج وركړې سره به په روغتونونو فشار كم شي۔ده ووئيل د تعليم څانګه لويې اهميت لري٬حكومت د يو ډول تعليمي نصاب نفاذ له اقدامات كړې ٬ د دې غوره كار مقصد ماشومانو له يو برابر معياري تعليم باوري كول دي او يو قام تشكيلول دي۔د احساس سكالرشپ پروګرام ترمخه 50 زره زده كوونكو ته سكالرشپ وركول پیل شوي او په تېرو دوه كلونو كښې يو لك 42 زره زده كوونكو ته احساس سكالرشپ وركړې شوي ۔په اوسنيو كښې هائير ايجوكېشن كمېشن خاص كسانو له د پوهنتونونو ټيوشن فيس او د هاسټل فيس په لړ كښې بشپړه آسانۍ اعلان كړي۔په دومره لويه پیمانه خلكو ته د تعليم وركړه او د دوي هنر منده جوړول پاكستان سماجي او معاشي پرمختګ پلو بوتلل دي۔صدر ووئيل د خاص كسانو او مېرمنو حقونو تحفظ ته هم پام لرنه شوې او د دوي حقونو لپاره د تحفظ قوانين جوړ كړې شوي چې پكښې ډس ايبلټي ايكټ 2020 ٬ زينب الرټ بل 2020 او اينټي رېپ آرډيننس 2020 غوندې قوانين شامل دي۔حكومت د جنسي تېرو مخ نيوي له د قانون جوړولو سره سره په انتظامي كچ هم د مېرمنو تحفظ له كار كوي۔ده ووئيل د دې ګامونو نه علاوه د ټولنې د ټولو طبقو ذمه واري ده چې د مېرمنو احترام وكړي۔ده ووئيل زه په افسوس سره وائيم چې د پاكستان په ځينو برخو كښې تراوسه مېرمنو له د دوي وراثتي حقونه نه وركړې كېږي٬دې لپاره حكومت د مېرمنو د ملكيتي حقونو نفاذ ايكټ 2020 منظور كړے ۔د مېرمنو دې وراثتي حقونو وركولو لپاره د ټولنې رويې بدلول ضروي دي۔په دې لړ كښې علماﺀ او مېډيا ته خواست دے چې د قرآن او سنت ترمخه د مېرمنو وراثتي حقونو نه خلك خبر كړي۔ده ووئيل پاكستان د نړيوال حدت په سبب د سېلاب او نورو قدرتي آفتونو او د اوبو كمي غوندې خطرو سره مخ دے د دغې مخ نيوي له وزيراعظم په وخت پريكړې كړي او د دې پېل په خېبرپښتونخوا كښې”بلين ټري سونامي”څخه شوے ؤ ۔د دې پروژې تعلق د پاكستان سباؤن سره ؤ اوس حكومت د لس اربه اونو بوټو نالولو او په كلين او ګرين پاكستان پروګرام كار كوي ٬ د كومې افاديت چې په نړيواله كچه هم ستائېلې شوے۔ده ووئيل د جمهوريت ودې او ټاكنو كښې سپيځلتيا لپاره اصلاحات د وخت ضرورت دے٬په دې لړ كښې اليكټرانك ووټنګ مشين يو مهمه آله ده چې ورسره به ټاكنې پاكې شي او د نتيجو په وخت وركړه به ممكن شي دا سسټم”هيك”كېدې نه شي ځكه چې دا نظام د انټرنېټ سره منسلك نه دے۔په دې كښې بېلټ پيپر هم شته۔دا عملل د سياست ښكار نه كړې او په پراخا زړه د دې كره كتنه وكړې او دا سم كړې ۔ده ووئيل حكومت سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو او دوي په سياسي عمل كښې شريكولو له آئي ووټنګ معرفي كولو له كار كوي۔زه هيله لرم چې ټول سياسي ګوندونه به دې له مرسته وكړي ځكه چې سمندر پورې پاكستانيان هېواد ته ډېره زرمبادله رالېږي او دا زمونږ لويه اثاثه ده ۔په خارجه چارو خپلو خبرو كښې صدر ووئيل هند د څو لسيزو څخه د تش لاسي كشميريانو نسل كشي كوي٬د بشري حقونو سختې خلاف ورزۍ كوي٬په اقليتونو پھ خاص توګه په مسلمانانو ظلمونه كوي۔وزيراعظم ځان ته د كشمير سفير وئېلې او په غوره ډوله د هند اصل څيره يې نړۍ ته څرګنده كړې۔پاكستان تل هڅه كړې چې ټولو ګاونډيانو سره ښه روابط ولري او وزيراعظم عمران خان د ټاكلے كېدو سره د هند وزيراعظم له بلنه وركړه كه تاسو د امن پلو يو ګام راوخلئ نو پاكستان به دوه ګامونه درواخلي خو له بده مرغه هند د پاكستان د هر مثبت ګام منفي ځواب وركړو۔ده ووئيل فرورۍ 2019 كښې د پاكستان د هوائي حدود خلاف ورزي وكړې شوه او پاكستان د هغې په زړه پورې ځواب وركړو او د هند الوتكه يې رانسكوره كړه۔پاكستان د هند پائېلوټ د دې پارليمان په مشاورت د خېرسګالۍ جذبې ترمخه ستون كړو۔ده هند ته واضحه ووئيل چې په كشمير كښې د ظلم بازار بند كړئ او د ملګرو ملتونو قراردادنو ترمخه د كشمير اولس له د هغوي حق خوداراديت وركړئ۔ده كشميري اولس له پېغام وركړو چې پاكستان په خپل اصوبي موقف ولاړ دے او د ملګرو ملتونو قراردادونو ترمخه به د كشميريانو مرسته روانه ساتي دغسې ده په كشمير د پاكستان د موقف په مرسته كولو د چين٬تركيه٬ايران او د آذربائيجان پشمول د دوست هېوادونو هم مننه وكړه۔صدر په هند كښې د زياتېدونكي انتهاخوښۍ او د آر اېس اېس د شدت خوښۍ او نسلي امتياز ترمخه د هندوتوا فاشسټ نظريه د منطقې سلامتيا لپاره لوي خطر وګرځولو او د هغې يې غندنه وكړه۔ده ووئيل نړۍ له ځان په دې خبرول پكار دي چې هند د څو كلونو پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په كاروائۍ كښې ككړ او د اړي ګړي سهولت كار دے دغسې په هند كښې د جوهري موادو د غلا او په بازار كښې د خرڅېدو اغستو پېښې رامخې ته شوي٬دا د هند د غېر ذمه وارۍ ثبوت دے چې ورسره نړيوال امن او سلامتيا سختو خطرو سره مخ دي ۔ده ووئيل زه په افسوس سره وائيم چې داسې سنګينې پیښې نړيوالې ورورولۍ او مېډيا په سنجيدګۍ سره نه دي اخستې٬صدر ووئيل اسلامي نړۍ د نورو چېلنجونو سره سره د اسلام فوبيا او اسلام دښمنۍ سره مخ ده۔په دې لړ كښې وزيراعظم عمران خان كردار مهم دے او ده نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه لوېديزو له دا باور وركړے چې هغوي د اسلام دښمني ٬ تعصب او د تنګ نظرۍ پالېسۍ پرې ږدي او په نړيواله كچه امن او د ورورولۍ فضاﺀ راجوړه كړي۔ده ووئيل زمونږ په ورور هېواد افغانستان كښې په اوسنيو كښې لويې بدلون راغلے٬د وزيراعظم عمران خان نزدې 20 كاله دا موقف و چې د جنګ په ځاې د خبرو اترو د لارې د مسائلو حل ولټوۍ۔د اوږد جنګ او د كربونو ډالره خرڅ كولو باوجود افغانستان كښې امن رانغلو۔پاكستان عمر له په افغانستان كښې امن غوښتے او مونږ په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كړے ۔ده ووئيل پاكستان دا غواړي چې د افغانستان نوې حكومت د افغانستان اولس يو كړي او د مكې فتح كولو په موقع د حضور(ص)تعليمات ترمخه د عامې معافۍ پالېسي خپله كړي او په خاص توګه چې د افغانستان د خاورې نه كوم ګاونډي هېواد ته خطر نه وي۔په دې لړ كښې د طالبانو لارښودو بيانونه د ډاډ وړ دي٬اوس نړۍ له پكار دي چې هغوي افغان اولس يوازې پرې نه ږدي او د دوي مرسته وكړي ځكه چې كوم بشري بحران رامخې ته نه شي۔ده ووئيل نړۍ له به دا هم تسيمول وي چې د افغانستان په حقله د وزيراعظم عمران خان او د پاكستان مشوره سمه ثابت شوه ځكه نړۍ له په پاكستان د بېلا جواز ټكنو په ځاې او د عمران خان د سياسي تدبر ستائنه پكار ده۔ده ووئيل پاكستان د خپل معاشي پرمختګ لپاره جيو اكنامكس او د علاقائي روابطو ودې ته پام لرنه كوي۔په دې لړ كښې پاكستان د اېس سي او او د اقتصادي مرستې تنظيم سره سره په نورو فورمونو هم د سيمه ايزو رابطو ودې له هڅې كړي دي۔پاكستان غواړي چې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ څخه د منطقي معيشتونه د يو بل سره وتړلې شي او دمنطقې نړيوال تجارت وده ومومي۔صدر ووئيل پاكستان د خپل پخواني دوست چين سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او دا اړيكې لا مضبوطول غواړي۔چين د پاكستان په سماجي او معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړې خو ځينې هېواد دښمنه عناصر په خاص توګه د هند څخه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې لامينځه وړولو له هڅې كېږي۔ده هند ته ووئيل چې تاسو به په دې عزائمو كښې كله هم كامياب نه شئ۔پاك چين ملګريا لا مضبوطېږي٬ده ووئيل زه د پاكستان حكومت او قام د اړخه د تركيه ٬سعودي٬عرب امارات٬ايران او د نورو هېوادونو مننه كوم چا چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې۔صدر ووئيل پاكستاني قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بريا هم يو كامياب داستان دے او پاكستان په يوازې ځان د ترهه ګرۍ مقابله كړې۔د دوه لسيزو څخه روان جنګ كښې پاكستاني قام د 150 ارب ډالره او د 80 زرو نه زياتو ځانونو زيان پورته كړې۔خو زمونږ عزم كمزورې شوې نه دې۔ده ووئيل زه د پاكستان په امنيتي ادارو پشمول د پوځ٬پوليس٬قانون نافذ كونكو نورو ادارو او په خاص توګه په پاكستاني قام وياړ لرم د چا په قربانو چې مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټلے۔صدر ووئيل د بشري خواخوږۍ او د اسلامي ورورولۍ تصور ترمخه د تېرو څلورو لسيزو څخه پاكستان 35 لكه افغان كډوالو له پناه وركړی٬د دې په مقابل كښې لوېديز هېوادونه څوك چې مونږ له د انسانيت او د بشري حقونو درس راكوي هغوي د تعصب او مفاد پرستۍ په سبب د كډوالو قبلولو ته تيار نه وو٬دغسې ځينې لوېديز د دې كډوالو په سيمو كښې د ناوړه حالاتو ذمه وار هم دي۔د لويو طاقتونو ناسمو پالېسو غېرذمه واره ګامونو مفاد پرستۍ او تعصب په سبب په ټوله نړۍ كښې ترهه ګري زياته شوه۔دا د پاكستاني قام امتياز دے چې موڼږ نه يوازې د بشري همدردۍ ترمخه د لاكهونو كډوالو كوربتوب كړې بلكې ترهه ګرۍ مو هم ماتې وركړي۔ده ووئيل پاكستانيانو د سېلاب٬زلزلو او نورو قدرتي آفتونو كښې هم د ژوندي قام ثبوت وركړے او د ايثار څرګندونه يې كړې۔ده ووئيل پاكستاني قام د كورونا په ضد هم لويه كاميابي ترلاسه كړې٬دا په پاكستاني قام كښې يوه لويې ارتقائي بدلون دے د كوم په سبب چې د پاكستان شمېره د كورونا په ضد په غوره اقداماتو پرمختګ كړو هېوادونو سره كېږي٬په ډېرو پرمختګ كړو هېوادونو كښې صورتحال بدتر و خو د لوے څښتن په فضل په پاكستان كښې صورتحال قابو و۔صدر د اېن سي او سي د جوړولو ذكر كولو سره ووئيل مونږ د بشپړ لاك ډاؤن په ضد سمارټ لاك ډاؤن معرفي كړو او د شمېرو ترمخه مو په سائنسي هدفي افروچ خاص سيمې بند كړې۔د سمارټ لاك ډاؤن ټكې بيا وروستو په نړۍ كښې مشهور شو۔د دې پېل د پاكستان څخه شوې او نړۍ زمونږ د كورونا مخ نيوي هڅې ستائېلې دي۔د غريبانونو دا احساس يوازې تر لاك ډاؤن محدود نه و بلكې د احساس پروګرام ترمخه هېواد كښې غريبانانو او د ټولنې بې وضله طبقو له 12 زره روپۍ مرسته هموركړے شوه۔دغسې چې د كورونا نړيوال آزمېښ په مهال د غريب نغرې بل وي۔صدر ووئيل په 1.5 كروړ نه زيات كورنيو له 179 ارب روپو ته نزدې روپۍ وركړې شوي دي۔د پاكستان غوندې پرمختګ كونكو هېوادونو كښې د احساس ايمرجسني”كېش ټرانسفر منصوبه”نړيوال بانك د نړۍ په څلورو لويو د سماجي تحفظ په پروژو كښې شامل كړې۔ده ووئيل د ابلاغ ذريعو٬علما او مشائخو مثبت كردار په سبب پرله پسې د كورونا مخ نيوي اېس او پيز او د دې وبا د شدت په حقله خبرتيا پېدا كړی شوې۔ده د علماﺀ كرامو هم مننه وكړه چا چې په دې سخت وخت كښې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړه۔دا څومره لويې بدلون دے چې زمونږ علماﺀ مشرانو ته په كور د مونځ كولو او په جوماتونو كښې په فاصله ساتلو د مونځ تلقين كړې٬سنت دا دي چې اوږه په اوله يوځاې مونځ ادا كړې شي او په اسلامي نړۍ كښې كله هم د فاصلې سره مونځ نه دې شوې خو مونږ په اېس او پيز د عمل ترمخه مونځ كړے دے۔په ټوله ڼړۍ كښې جوماتونه بند شوي خو مونږ د احتياطي تدابير ترمخه جوماتونه پرانستې ساتلي او د لوے څښتن سره مو خپل تعلق برقرار ساتلے دے۔ده ووئيل دا زمونږ لپاره د وياړ خبره ده چې د حكومت غوره تګلارې په سبب د ژوند هلې ځلې بيا پېل كېدو په درجه بندۍ كښې پاكستان د هانګ كانګ او نيوزي لينډ غوندې پرمختګ كړو هېوادونو نه پس په دريم لمبر وساتلے شو۔د كورونا وبا په مهال زمونږ د طرز عمل نه ثابتېږي۔ چې زمونږ دننه د يو عظيم قام جوړېدو نه يوازې صلاحيت شته بلكې د يو عظيم قام رامخې ته كېدو آثار څرګندېږي۔ده ووئيل د پاكستان غوره سباؤن له تر ټولو وړاندے مونږ له په بې بنسټه خبرونو قابو موندلو ته اړتيا ده ځكه چې دا په ټولنه كښې د اړي ګړي خپرېدو سبب ګرځېدے شي۔تاسو خبر يې چې بې بنسټه خبرونه خپرول د اسلامي تعليمات هم په ضد دي ا اسلام مونږ ته د كوم هم خبر وركولو نه وړاندې د هغې د تصديق كولو حكم راكوي۔ده د سورة الحجرات حواله وركولو سره ووئيل “اے ايمان لرونكو كه كوم فاسق تاسو له كوم مهم خبر راوړي نو د دې ښه تحقيق وكړئ ٬ داسې نه چې تاسو په جذباتو كښې په كوم قام يرغل وكړئ ٬ او تاسو ته په خپلو كړو خپيمانه درپغاړه شئ”د قران كريم دا ايت نه يوازې د قامونو لپاره بلكې زمونږ مېډيا له هم د لارې مشال پكار دے۔ چې مونږ بې د تحقيق اوتصديق نه كوم هم خبر وړاندې خپور نه كړو۔ده ووئيل د سوشل مېډيا او بريكنګ نيوز په دې دور كښې مونږ له د خپل ځان دننه قلارتيا راپېدا كول غواړي۔بې بنسټه خبرونه او ډنډوره نه يوازې د غلط فهمو سبب جوړېږي بلكې د دې څخه نړيوال امن ته هم سخت خطرات پېښ دي۔ده ووئيل تاسو ټول ښه خبر يئ چې څنګه په بېنسټه او غېر تصديق شوو رپورټس په بنياد لوېديزې مېډيا په عراق بريد لپاره لار هواره كړه۔ده ووئيل لوېديز هېوادونه د ويپن آف ماس ډسټركشن په حقله د بې بنسټه خبرونو په بنياد په مينځني ختيز وروختل او د دې نتيجه هغه رامخې ته شوه كومه چې په دې آيت كښې بيان كړې شوې ۔صدر ووئيل نن ټول مينځنے ختيز په خاص توګه شام٬عراق او لېبيا د اور سره مخ دي او د دې په شا بې بنسټه خبرونه او د اسلامو فوبيا عنصر اډانه لري۔ده ووئېل زمونږ دښمن هند هم د پاكستان په ضد سازشونو كښې بوښت دے٬په اوسنيو كښې د اروپائي ائتلاف “ډس انفوليب”د هند د فيك نيوز نېټ ورك بې نقابه كړې۔د دې هر څه او ګامونو مقصد پاكستانے اولس او نړيواله ورورولۍ د پاكستان په ضد بد ګمانه كول دي۔ده ووئيل د دې سره نزدې نزدې څيز غېبت دے ٬قرآن كريم په دې لړ كښې زمونږ رهنمائي كوي۔د ده سورة الحجرات حواله وركولو سره ووئيل” اے ايمان لرونكو د ډېرو ګمانونو نه ځان ساتئ ځكه چې ځينې ګمان بېخي ګناه وي او د نورو څارنه مه كوۍ او نه په تاسو كښې دې څوك د چا غېبت نه كوي آيا په تاسو كښې داسې څوك شته څوك چې د خپل مړ ورور غوښه خوړل خوښه كړي؟نو كه دا تاسو نه خوښوۍ نو بيا غېبت ولې خوښوۍ٬د الله نه يرېږۍ يقينا الله ډېر توبه قبلونكے دے او د هغه شفقت آبادي دے”۔صدر ووئيل د قرآن مجيد دا آياتونه مونږ ته عمر له تر پامه ساتل پكار دي دا نه يوازې مونږ ته د خارجه پالېسۍ او انفارمېشن پالېسۍ په حقله مهمې سپارښتنې كوي بلكې د خپلو معاشرتي رويو درس هم راكوي۔ده ووئيل د قام په تعمير كښې د تعليم سره د تربيې هم ضرورت دے او په دې كښې د څلورو ادارو يعني سكول٬كور٬مېډيا او د محراب او منبر مهم كردار دے٬په اوسنو كښې زما په درخواست اسلامي نظرياتي كونسل د پاكستان سماجي مسائلو مقابلې او په حلو كښې شعور بېدارولو له د خطبو يو كتاب چا جوړه كړې د دې كتاب چے مقصد د جومات امامانو له په 100 سرخطونو مشتمله يوه تحقيقي مقاله وركول دي د كومو نه چې به هغوي په سماجي سرخطونو د خطبې وركولو انتخاب كوي۔دا به بيخي اختياري وي او حكومت به په دې لړ كښې احكامات نه جاري كوي۔ده ووئيل زه هيله لرم چې څنګه د مسجد نبوي نه د يو نړيوال سماجي انقلاب شروعات شوي وو د هغې لړۍ به پاكستان كښې هم روانه وي۔ده ووئيل زه ټول قام په خاص توګه سياسي٬قيادت٬علماﺀ٬مېډيا او ځوان نسل ته اپيل كوم چې مونږ په ګډه هېواد ته د پېښو سماجي٬معاشي او امنيتي چېلنجونو مخ نيوي له كار وكړو

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں