اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د قدرتي آفتونو د زيان په مناسب ډول مخنيوي لپاره د زده كوؤنكو او رضاكارو تربيه كولو ته اړتيا ده۔ د قدرتي آفتونو ځپليو وګړو ته په وخت د مرستې مواد ورسولو له د هلال احمر او انټرنېشنل فېډرېشن آف رېډ كراس ترمينځه مرسته ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د انټرنیشنل فېډرېشن آف رېډ کراس اېنډ رېډ کرېسنټ ریجنل ډائرېکټر ، الېګزېنډر میتھیوس سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقع د انجمن هلال احمر پاكستان چيئرمېن ابرار الحق هم موجود ؤ ۔ صدر عارف علوي ووئيل د قدرتي آفتونو په مناسب ډول مخنيوي لپاره د زده كوؤنكو او رضاكارو تربيه كولو ته اړتيا ده۔ د قدرتي آفتونو ځپليو وګړو سره په وخت مرسته كولو له د هلال احمر او انټرنېشنل فېډرېشن آف رېډ كراس ترمينځه مرسته ضروري ده۔ هغه ووئيل هلال احمر پاکستان د كورونا په مهال اولس ته د روغتيا آسانۍ رسولو كښې مهم كردار ترسره كړے٬ د حكومت د كورونا وبا په مهال د كامياب سمارټ لاك ډاؤن پالېسۍ لامله صورتحال په قابو كښې پاتې شوے۔ صدر ووئيل حكومت په دغه مهال كمزورې او بې وزله طبقې ته ريليف وركولو له فنډز بېل كړے۔ صدر مملكت هلال احمر پاكستان سره په مرسته كولو د انټرنېشنل فېډریشن آف رېډ کراس د كردار ستائنه وكړه۔