د بېلا بېلو نړيوالو مالياتي ادارو غوندې د اېشين ډوېلپمنټ بېنك لخوا په پاكستاني معيشت كښې د بهترې پېشنګوئي خوشبينه ده. د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ټويټ

image

اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د بېلا بېلو نړيوالو مالياتي ادارو غوندې د اېشين ډوېلپمنټ بېنك لخوا په پاكستاني معيشت كښې د بهترې پېشن ګوئي خوشبينه ده، بېنك د سماجي اداره جاتي اصلاحاتو په نتيجه كښې د معاشي پرمختګ، د پاكستان په برآمدات د زياتوالي او د مېنوفېكچرنګ څانګې په كاركردګۍ كښې د ځانګړې بهترې تصديق كړے. د شورو په ورځ په ټويټر خپل ټويټ كښې وزير مملكت ووئيل د كورونا وائرس د بريدونو په مهال اے ډي بي د پاكستان د كاميابې تګلارې اعتراف كړے. ده ووئيل زمونږ اپوزيشن په اول كښې د ټول هېواد بندولو وئيل او وزيراعظم عمران خان په غوره تګلاره خپلولو سره ژوند او روزګار دواړھ بچ كړي.

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں