اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسين وئيلي دي چې اليكشن كمېشن د سېنېټ په ټاكنو كښې د ووټونو خرڅولو او اخستلو او كرپشن مخنيوي لپاره د ټيكنالوجي استعمالولو اهميت منلې دې خو په دغه اصلاحات ئې تر راروانو ټاكنو مؤخر كړې دي۔د نهي په ورځ خپل يو ټويټ كښې فواد چوهدري ووئيل سپريم كورټ پريكړه بهرحال مختلف رائې وركوي زمونږ لپاره دواړه ادارې محترم دي۔ده ووئيل اپوزيشن سېنېټ ټاكنو لپاره يو بيللې شوي جنګ كښې كاميابۍ له هڅي كوي۔24 ساعتونه پس به اپوزيشن خپلې ژړاګاني پيل كړي۔ ده ووئيل اپوزيشن نابالغ سياست هره ورځ تربيه ترلاسه كوي، نه هغوي نوي تګلاره لري او نه پاليسي۔