وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ لاهور ته په يوه ورځنې دوره ځي

image

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ لاهور ته په يوه ورځنې دوره ځي. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به په جېلاني پارك لاهور كښې د مياواكي﴿اربن فارېسټ﴾ د پېل كېدو دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كوي. وزيراعظم ته به په لاهور كښې په فضائي الودګۍ قابو موندلو او ماحولياتي تحفظ لپاره په ابتدائي توګه د 51 اربن فارېسټ سائيټس د هدف سر كولو په اړه بريفنګ وركولې شي. وزيراعظم به په پنجاب كښې د يونيورسل هېلتھ كورېج، د مېوو او سبزۍ منډيانو زياتولو او د اوړو په بېعه كښې كمي لپاره د اقداماتو په اړه د غونډې مشري هم كوي

مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں