پينډۍ 11 فروري (اے پي پي) پاكستان يوه بله كاميابي ترلاسه كولو سره د كروز ميزائل بابر كاميابه تجربه كړې ، د دې ميزائل رينج 450 كلوميټر دے كوم به چې د زمكې او سمندر څخه خپل هدف په كاميابۍ سره په نښه كوي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د نيسكام چيئرمېن ډاكټر رضا ثمر، كمانډر آرمي سټريټجك فورسز كمانډ ليفټيننټ جنرل محمد علي ، د سټريټجك ډويژن سينئر افسران ، سائنسمدار او انجنيئرز د ميزائل تجربې په موقع موجود وؤ۔ د نيسكام چيئرمېن آرمي سټريټجك فورسز تربيه او د آپريشنل تيارو معيار وستائلو او د پاكستان سټريټجك صلاحيت زياتولو له ئې د سائنسمدارو او انجنيئرانو مرسته وستائله۔صدر ډاكټر عارف علوي ، وزيراعظم عمران خان ،چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف كميټي جنرل نديم رضا او سروسز چيفس د كروز ميزائل بابر په كاميابه تجربه مباركي وركړې ده