د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر لخوا تېرو ورځو كښې د غونډې په مهال د رامخې ته شوې ناوړه پېښې په نوټس اخستو مشاورتي غونډه

image

اسلام آباد۔8 فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د قومي اسمبلۍ غونډې په مهال به د ايوان تقدس په هېڅ صورت له مينځه وړلې كېدو ته وركولے نه شي۔ د ايوان ماحول خرابوؤنكو په ضد به كارروائي كولې شي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر لخوا د تېرو ورځو په مهال د رامخې ته شوې ناوړه پېښې په نوټس اخستو مشاورتي غونډه وشوه۔ غونډه كښې د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم سوري ٬ د قوم اسمبلۍ سېكرټري او نورو مهم چارواكو ګډون وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټري د پېښې فوټېج او عكسونه سپيكر ته وړاندې كړل۔ سپيكر ووئيل د غونډې كارروائي دې د قاعدو له مخې وكړې شي۔ هغه ووئيل چاته به د ايوان د تقدس له مينځه وړولو اجازه وركولې نه شي۔ د غونډې په مهال چې چا هم د ماحول خرابولو هڅه وكړه د هغه په ضد به كارروائي كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں