د اپوزيش لخوا انتشار جوړول د اولس او جمهوريت په ضد كار دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان ملاقات ٬ تفصيلي خبر

image
APP03-090221 ISLAMABAD: February 09 – Advisor to Prime Minister on Parliamentary Affairs Dr. Baber Awan calls on Speaker National Assembly Asad Qaiser. APP

اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار د اپوزيشن په ريكوزيشن د قامي اسمبلۍ غونډې رابللو په بابله وئيلي دي د اپوزيش انتشار راجوړول د اولس او جمهوريت خذمت په ضد كار دے۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره ملاقات كولو۔ ملاقات كښې په قانون سازۍ او د قامي اهميت په چارو بحث وكړے شو۔ ملاقات كښې د اپوزيشن په ريكوزيشن د قامي اسمبلۍ غونډې په رابللو او د ايوان كارروائي د اسمبلۍ د قاعدو له مخې په چلولو صلاح يوه شوې۔ بابر اعوان ووئيل د ايوان كارروائي په فعاله ډول چلولو له د سپيكر كردار د ستائنې وړ دے۔ د غونډې په كارروائۍ كښې ټول عمري حكومتي او اپوزيشن ډلې ته يو برابر موقع وركړې شوې ۔ هغه هيله څرګنده كړه چې د قامي اسمبلۍ غړي به راروانه غونډه كښې قاعدو او ضابطو ته پام كولو سره د ايوان كارروائي په پياوړي چاپېرچل كښې مخ په وړاندې بوتللو له مثبت كردار ترسره كړي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں