اسلام آباد۔9 فروری(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان به د احساس كفالت پروګرام ترسېوري لاندې د مستحقو وګړو اندراج جاج اخستو او دوي سره خبرو اترو له نن د شورؤ په ورځ د اسلام آباد د بېلا بېلو سيمو دوره كوي۔ احساس سروے 68 فیصده بشپړه كړې شوې۔ نوې سروے كښې چې كوم نوي مستحقين په ګوته كړې شوي هغوي ته نن د شورؤ ورځې نه ادائيګي كولې شي۔ د تخفیف غربت او سماجی تحفظ ډویژن لخوا د جاري كړي پرېس ريليز له مخې ټولو مستحقينو ته به هره مياشت 2 زره روپۍ وركولې شي۔ په مجموعي توګه 70 لکھه مستحقین په احساس كفالت كښې شامل كړے شوي ۔ دوي ته به د روان كال د جنورۍ نه تر جون لپاره 12000روپۍ وركولې شي۔ هر يو مستحق وګړي ته به د هغه پروګرام كښې د شاملېدو مېسج كولې شي۔ چې ورسره به هغوي د مرستې پېسې ترلاسه كولې شي۔ د خېبر پختونخواہ، ګلګت بلتستان او آزاد جموں کشمیر مستحقین به د بائیومېټرک اے ټی اېمز، ټاكلې شوو ریټېل شاپس او د بېنک الفلاح کېمپ سائټس نه او د پنجاب، سندھ، بلوچستان او اسلام آباد مستحقین به د حبيب بېنك كېمپ سائټس نه روپۍ ويستلې شي۔ هغه كورنۍ د كومو مېرمنې چې کمپیوټرائزډ قامي شناختي كارډ نه لري هغوي ته به 8171 نه پېغام لېږل وي دغسې چې هغوي شناختي كارډ جوړ كړي۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي كوم وګړي جې په احساس كښې شاملېدل غواړي هغوي دې احساس سروے كښې برخه واخلي۔ د سروے بشپړېدو نه وروستو به پاتې شوو كورنيو له په هر يو تحصيل كښې رجسټرېشن ډېسك لګولې شي دغسې چې هغوي خپل اندراج وكړي۔