اسلام آباد 11 فروری (اے پی پی) وزیرِ اعظم عمران خان د ناله لئی منصوبې منظوري وركولو سره په سمدستي توګه د كار پېل كولو سپارښتنه كړې ، د منصوبې د لګښت اندازه 75 اربه روپۍ ده او دا منصوبه به په دوو كالو كښې بشپړولې شي، د منصوبې ترمخه د ناله لئی دواړو اړخو ته به ایکسپریس وے جوړولې شي،منصوبه به د پبلك پرائیویټ پارټنر شپ ترمخه بشپړولې شي۔ وزیراعظم د دې منصوبې منظوری د زيارت په ورځ د ناله لئی منصوبې په اړه د غوندې مشرۍ كولو په مهال وركړه۔ په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير شیخ رشید احمد او سینئر افسرانو ګډون وكړو دغسې د پنجاب وزیراعلیٰ خاص مرستيال ډاكټر سلمان شاہ او د پنجاب چیف سیکرټري د ویډیو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كولو۔په غونډه كښې وزیراعظم د ناله لئی منصوبې منظوری وركړه، د دې منصوبې د لګښت اندازه 75 اربه روپۍ ده، دا منصوبه به په دوو كلونو كښې بشپړولې شي، د دې منصوبې ترمخه به د ناله لئی دواړه اړخه ته ایکسپریس وے جوړولې شي، په سرکاری زمكه به دوه مالز هم جوړولې شي، منصوبه به د پبلك پرائیویټ پارټنرشپ ماډل ترمخه بشپړولې شي۔ وزیرِاعظم په دې منصوبه په سمسدتي توګه د كار پيل كولو سپارښتنه هم كړې۔ وزیراعظم ووئيل د دې منصوبې سره سره به د اړوندو سيمو زوننګ او په دې اړه بائی لاز( ذیلی قوانین) كښې بدلون په يو څو اوونيو كښې بشپړ كړے شي دغسې چې د ایکسپریس وے دواړه اړخه ګڼ منزلونه او کمرشل مارکیټونه جوړ شي۔ ده ووئيل د پينډۍ مسائل حل كولو ته پام لرنه كولې شي۔ وزیرِ اعظم ته د پيندۍ رنګ روډ منصوبې او په هغې د شوي پیشرفت په اړه هم تفصیلی بریفنګ وركړے شو