اپوزيشن ګوندونه دې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي، قومي ګټو لپاره دې قومي ادارې په سياست كښې ككړولو څخه ډډه وكړې شي،د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد نجي ټي وي چينل سره خبرې اتري

image

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد اپوزيشن لارښودو ته غږ كړے دے چې قومي ادارې په سياست كښې د ككړولو هڅه جمهوريت لپاره د زيان سبب ګرځيدې شي، اپوزېشن ګوندونه دې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي، قومي ګټو لپاره دې قومي ادارې په سياست كښې ككړولو څخه ډډه وكړې شي۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې د كورنيو چارو وزير د پاكستان ډيمو كريټك موومنټ (پي ډي ايم ) په غير ذمه وارانه رويه د خپل غبرګون څرګندونې سره ووئيل د اپوزيشن ګوندونو د احتساب وخت راغلے دے د كوم څخه بچ كېدو لپاره چې هغوي بيلې حربې استعمالوي۔ ده ووئيل بايد پي ډي اېم د غير ذمه وارانه بيانونو څخه ډډه وكړي د هغوي دغه بيانونه جمهوريت ، قومي ګټو او امنيتي ادارو لپاره د زيان سبب ګرځيدې شي دې نه ځانله دښمن دې څخه ګټه پورته كوي۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د هېواد ادارو په اړه د اپوزېشن دا اوسني بيانونه د غندنې وړ دي او دا د هېواد په ګټه نه دي، اپوزيشن لارښود بايد منفي سياست پريږدي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل پي ډي ايم عام وګړو سره د ودرېدو په ځائې سياسي پوائنټ سكورنګ كولو كښې بوخت دي۔ وفاقي وزير زياته كړه چې د هېواد معتبرو ادارو په ضد خبره كونكي كوم سباؤن نه لري

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں