لاهور 06 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د اداكار شان كور ته تللو سره د هغه د مور پھ مړينه غمرازي كړی۔پھ دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې اداكاره نيلو يوه صلاحيت لرونكې اداكاره وه او په فلمي نړۍ كښې يې لويې نوم و٬د فلمي صنعت په پرمختګ كښې هغې مهم كردار ترسره كړې۔ده ووئيل چې هغې مړينې د فن نړۍ لپاره لويې زيان دې٬د خپل فن په صورت كښې به اداكاره نيلو ژوندۍ وي۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې نيلو بېګم يوه ليجنټ اداكاره وه٬هغه به د لازوال اداكارې پھ توګه ياد ساتلې شي