افغانستان كښې عدم استحكام پاكستان لپاره د ترهګرۍ ٬ د افغان كډوالو راتګ او د معاشي ستونزو سبب ګرځېدے شي۔ د قامي سلامتيا صلاحكار

image

اسلام آباد۔27 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي افغانستان كښې عدم استحكام پاكستان لپاره د ترهګرۍ ٬ د افغان كډوالو راتګ او د معاشي ستونزو سبب ګرځېدے شي۔ كه د 90 لسيزې تېروتنې بيا وكړې شوې نو نتيجه به ئې هم هغه رامخې ته شي۔ واشنګټن پوست سره مركه كښې هغه د پاكستان ښكاره دريځ وړاندې كړو۔ په دې مهال خبرو كښی ډاكټر معيد يوسف ووئيل پاكستان افغانستان كښی د روانې وضعې ذمه وار ګرځول بالكل غلط دي۔ هغه زياته كړه چې مونږ امريكائي جنګ كښی په ګډه كار وكړو خو دغې نه وروستو په پاكستان منفي اغېز راغلو۔ د قامي سلامتيا صلاحكار واشنګټن پوسټ ته ووئيل 9/11 نه وروستو د زرګونو په شمېر پاكستاني عسكر په خپله خاوره د ترهګرو په ضد جنګ كښې شهيدان شول۔ هغه ووئيل آيا دا پاكستان افغان ملي اردو ته وئيلي وؤ چې هغه دې جنګ نه كوي۔ هغه ووئيل پاكستان د واشنګټن په خواست طالبان خبرو اترو ته كېښنولو كښې مرسته وكړه او اوس د نتيجو ذمه وار ګرځولے شي دا بالكل مناسب نه دي۔ د قامي سلامتيا صلاحكار ووئيل افغانستان كښې عدم استحكام پاكستان لپاره د ترهګرۍ ٬ افغان كډوالو راتګ او د معاشي ستونزو سبب ګرځېدے شي۔ افغانستان كښې د امن او استحكام په اړه خپلو خبرو كښې ډاكتر معيد يوسف ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه كار كول وي ځكه چې منطقه كښې امن د كومې يوې ډلې په هڅو ممكن كېدے نه شي۔ هغه ووئيل كه د 90 لسيزې تېروتنې يو وارې بيا وكړې شوې نو نتيجه به ئې هم هغه رامخې ته شي

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں