د وزيراعظم په لارښوونه صحت انصاف كارډ سره اړوندې د وګړو ستونزې پاكستان سيټيزن پورټل سره وتړلې شوې

image

اسلام آباد۔4 ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د صحت انصاف کارډ په نظام كښې لا بهترۍ له صحت انصاف كارډ سره اړوندې د وګړو ستونزې پاكستان سټيزن پورټل سره تړلي دي او د وزيراعظم په هدايت په سټيزن پورټل د صحت انصاف كارډ نامې سره خصوصي كېټګري الاټ كړې شوې ده۔ د وزیراعظم آفس لخوا د جاري شويو تفصيلاتو لمخې د صحت انصاف كارډ په نظام كښې لا بهترۍ و له د وزيراعظم عمران خان په لارښوونه وزيراعظم ډېلېوري يونټ هدايت نامه جاري كړې ده۔ په روغتونونو كښې له درملنو څخه د انكار ٬ د آسانيو نشتوالي او د عملې رويې سره اړوند شكايتونه به نېغ په نېغه په پاكستان سټيزن پورټل وركولې شي۔ د درملنو د خرڅونو نه معلومېدو ٬ په درملنو كښې د تاخير او د ناوړه درملنو په اړه به هم وګړي شكايت كولې شي۔ د وزیراعظم آفس لمخې د صحت انصاف كارډ په پېنل كښې د شامل روغتونونو مسئلو په اړه به هم شكايات درج كېدې شي۔ دشكايتونو فوري ازالې له د اسټېټ لائف اعلی چارواكو ته خصوصي ډش بورډ هم الاټ كړې شوے دے۔ د اسټېټ لائف چيئرمېن به د وګړو د شكايتونو فوري حل باوري كوي۔

مضمون کا ماخذ : پریمیوس لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں