په افغانستان کښې امن ، سلامتيا او بشپړه سياسي حل مهم دے ، د 40 کلنې افغان جګړې پايی ته رسولو فرصت باید له لاسه ورنکړے شي٬ د وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر جنرل انتونيو ګوتېرس سره ټېلېفوني خبرې

image

اسلام آباد۔4ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په افغانستان کښې امن ، سلامتيا او بشپړه سياسي حل مهم دے ، د 40 کلنې افغان جګړې پايی ته رسولو فرصت باید له لاسه ورنکړے شي٬ دغسې چې افغانانو ته تلپاتې امن ٬ سلامتيا او خوشحالي ترلاسه شي۔ پاكستان به ملګرو ملتونو سره افغانستان لپاره په بشري مشن كښې بشپړه مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د خالي په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر جنرل انتونيو ګوتېرس سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔ دواړو لارښود افغانستان كښې په روان پېشرفت هم خبرې وكړې كومو كښې چې په خاص توګه بشري صورتحال ته پام وګرځولے شو۔ وزیراعظم عمران خان افغانستان كښې په بشپړه سياسي حل ٬ امن او استحكام رڼا واچوله۔ وزيراعظم ووئيل ضرورت د دې خبرې دې چې د 40 كلنې شخړې خمتولو له بايد موقعه ضائع نه كړې شي دغسې چې افغان اولس ته امن ٬ سلامتيا او خوشحالي ترلاسه شي۔ وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغوي افغانستان سره لا نزدې اړيكې وساتي په كومو كښې چې د بشري حاجتونو حل كول اولنۍ ترجيح او معاشي استحكام باوري كړې شي۔ داسې ګامونو سره به نه يوازې امنيت تقويت ومومي بلكې د افغان وګړو خپل هېواد څخه په لويه كچه د وتلو مخنيوي به هم وكړې شي او افغانستان كښې به د كډوالو د بحران هم لاره ونيولې شي۔ وزیراعظم افغان اولس ته د ضرورت سامان رسولو كښې د ملګرو ملتونو د بنيادي كردار ستائنه وكړه۔ وزیراعظم په دې بابله د پاكستان لخوا د وتلو عمل او نقل مكانۍ په هڅو كښې ملګرو ملتونو سره د مرستې په شمول د نورو آسانيو په رسنه رڼا واچوله۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكستان مېنډېټ بشپړه كېدو په اړه خبرولو سره د پاكستان لخوا د بشري خواخوږۍ په بنياد افغانستان لپاره د كوم خنډ نه غېر آپرېشن كښې بشپړه مرستې له د خپل عزم پخلے وكړے شو۔

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں