پېنډي 06 ستمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د اټاليا خارجه وزير ليوګي دے مايو ليدلې دي۔د ملاقت په مهال د شريكې خوښې په چارو٬سيمه ايزې سلامتيا٬د افغانستان په موجوده صورتحال او افغانستان لپاره په امدادي مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د آئي اېس پي آر له مخې په دې موقع سرلښكر ووئيل پاكستان د اټاليې سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او مونږ په شريكو ګټو اډنه ګڼ اړخيزه اړيكو زياتولو خوښي لرو۔د اټاليه خارجه وزير د افغانستان صورتحال پشمول د انخلا په كامياب آپرېشن كښې د پاكستان كردار وستائېلو۔ده سيمه ايز استحكام لپاره د هڅو او په هره كچه پاكستان سره سفارتي مرستې لا زياتولو لپاره د عزم څرګندونه وكړه