اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي امن د پاکستان او افغانستان په ګټه دے٬ په پوله د ازغن تار به لګولو د پاكستان پوله محفوظ شوې ، په سياست كښې د وزيراعظم عمران خان اميج ښه شوے ٬ د اپوزيشن لانګ مارچ څخه حكومت ته هېڅ خطر نشته٬ په شپږومياشتو كښې به د دوي د ګوندونوهيڅ پاتي نشي۔ده ووئېل هيله لرو په افغانستان به امن راشي٬ نړۍ پرمختګ پلو روانه ده٬ په هېواد كښې په هره سخته كښې پاك پوځ كليدي كردار لوبولے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي چېنل سرهوكړه۔ ده ووئيل د منطقې سياسيت بدل شوے ٬ افغانستان څخه د امريکې عسكرو د وتلو آخري نېټه 31 اګست وه او ھغوي په 30 اګست رخصت شول٬ كوم خلق چې پاتې دي د ھغوي وتلو لپاره مونږ مرسته كوٶ۔ده ووئېل مونږ د زرګونو په شمېر كسانو له خپلو هېوادونو تهپه ستنېدو كښې سهولت وركړے٬ نړۍ په دې د پاكستان معترف ده۔ وفاقي وزير ووئيل د لانګ مارچ ورځې ختمې شوي٬ مسلم ليګ (ن) سره پيپلز پارټي او اے اېن پي نشته، يوازې فضل الرحمان (ن) ليګ سره ولاړ دے٬ اپوزيشن ګوندونه دې د سبا په ځاے هم نن لانګ مارچ وكړي۔ده ووئېل يو وخت به داسې راشي چې خلق به د اپوزيشن په سبب ټي وي كتل پرېږدي، راتلونكې الېكشن نه وړاندې به دوي تقسيم شوې وي۔ ده ووئيل پاكستان لپاره راتلونكې درې څلور مياشتې ډېرې مهمې دي، افغانستان كښې چې څه وشول په ھغې اېن ډي اېس او د “را” پشمول ټول خېران دي، هند ته په افغانستانكښې ډېر زيان رسېدلېے ټول سټركچر ئې تباه شوے۔ شېخ رشيد احمدووئېل پاك پوځ هېواد كښې د ټولو نه زيات كار كوي٬ په هره سخته كښې ئې كليدي كردار لوبولے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د اپوزيشن سياست او د حکمراني په سياست كښې فرق وي، اوس طالبان حكومت جوړونكي دي ھغوي ټولې نړۍ سره په رابطه كښې پاتې كېدل غواړياو غواړي چې وجود ئې تسليم كړے شي۔ده ووئېل طالبان غواړي چې معاشي بحران او پابندۍ ختمې شي او ورته په مثبت ډول وكتلے شي