د وزیر اعظم عمران خان د سعودي ولی عهد ، دوهم وزيراعظم او د دفاع وزير محمد بن سلمان سره ټېلېفوني خبرې ، د افغانستان په وضعیت او دوه اړخیزو چارو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې دا د نړيوالې ورورولۍ مسؤليت دے چې هغه افغان اولس سره اودرېدو سره په معاشي توګه د هغوي مرسته وكړي۔ افغانستان كښې د فوري نوعيت بشري حاجتونه ترسره كولو او معاشي استحكام باوري كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ وزیراعظم عمران خان د دې خيالاتو څرګندونه د سعودي ولی عهد ، دوهم وزيراعظم او د دفاع وزير محمد بن سلمان سره ټېلېفوني خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه د سعودي عربستان ولي عهد سره د افغانستان په وضعيت او دوه اړخيزه چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم عمران خان خادم حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې يو سوله ايز او مستحكم افغانستان پاكستان او سيمه ايز استحكام لپاره زيات ضروري دے۔ هغه ووئيل دا د نړيوالې ورورولۍ مسؤليت دے چې هغه افغان اولس سره ودرېږي او د بيا ودانۍ عمل كښې د هغوي مرسته وكړي۔ وزیراعظم د فوري انساني ضرورتونو ترسره كولو او د افغانستان معاشي استحكام باوري كولو له د ګامونو پورته كولو په حاجت زور راوړو۔ دواړو لارښودو افغانستان كښې د يو بشپړه سياسي حل په اهميت اتفاق وكړو۔ دواړه لارښود دې ته هم سلا شول چې نړيوالې ورورولۍ له به د كومې هم بشري او د كډوالو په ستونزه قابو موندلو له خپل مصروفيات زياتول وي۔ وزیراعظم او سعودی ولی عهد په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړېكې لا پراخا كولو او په ګډه كار كولو ته هم سلا شول۔

مضمون کا ماخذ : میگا سینا پریمیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں