کراچۍ۔28 اګست(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي د ښوونځي او کالج په کچه ځوان نسل کښې د اخلاقو په وده ټینګار كولو سره وئيلي په دې لړ كښې د مور پلار او استاذانو كردار ډېر مهم دے۔ هغه ددې خيالاتو څرګندونه د سېنټ جوزف كانونټ سكول كراچي پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري د سكول پرنسپلې سينئر الزبتھ نيامت كوله۔ د مشنري سكولونو 1862 څخه ترسره كېدونكي خذمات او كاميابۍ ستائلو سره صدر ووئيل د سېنټ جوزف كانونټ سكول كراچۍ وداني ٬ كومه چې قامي ورثې ګرځولې شوه ٬ به محفوظ كولې شي۔ صدر ووئيل كورونا زمونږ لپاره يو لوئے چېلنج دے خو دې مونږ ته يو شمېر موقعې هم راكړې دي۔ دې د انفارمېشن ټېكنالوجي او كميونيكېشن عصري ټولز كارول ضروري كړي چې ورسره د زده كړو په څانګه كښې د آن لائن كلاسونو لاره هواره شوه۔ په دې موقعه اولنۍ مېرمنې بېګم ثمينه عارف علوي د كالج په انتظاميه زور راوړو چې هغوي دې انجونو كښې د برېسټ كېنسر په اړه د پوهاوي پروګرامونه وكړي۔