نړيواله ورورولي په افغانستان كښې د امن هلو ځلو لپاره د پاکستان د کردار اعتراف كوي۔ د شېخ رشيد احمد د كاناډا براډ كاسټنګ كارپورېشن سره مركه

image
APP30-270821 LAHORE: August 27 – Interior Minister Sheikh Rasheed Ahmed addressing a press conference. APP photo by Rana Imran

اسلام آباد 01ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي نړيواله ورورولي په افغانستان كښې د امن هلو ځلو لپاره د پاکستان د کردار اعتراف كوي٬ طالبانو سره په رابطه كښې يو ٬ خو مونږ هغوي نه كنټرول كوٶ،افغانانو ډېر تكليفونه زغملي٬ اوس وخت راغلے چې نړۍ په افغانستان كښې امن او بيا رغونې لپاره كردار ولوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ کېينيډين براډ کاسټنګ کارپوريشن( سي بي سي) سره په مركه كښې كړې۔ ده ووئيل پاکستان غواړي چې افغانستان كښې پوخ امن وي٬ پاکستان په افغانستان كښې امن لپاره په زړه پورې کردار لوبولے، په دوحه مذاکرات كښې د پاکستان کليدي او مثالي کردار نظر انداز كېدے نشي٬ دا هم پاكستان ٶ چا چې طالبان امريكې سره په يو مېز كېښول۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن پاکستان او نړۍ لپاره ضرورې دے، افغانستان كښې امن سره د منطقې او نړۍ امن تړلے دے۔ داخله وزير هيله څرګنده كړه چې طالبانو چې كوم لوظونه كړي ھغه به پورا كوي او د افغانستان خاوره به د پاکستان پشمول د كوم هم هېواد په ضد نه استعمالېږي۔ ده ووئيل دا خبره به باوري كولې شي چې د پاکستان خاوره هم د افغانستان په ضد استعمال نشي۔ افغانستان څخه انخلا لپاره د پاکستان کردار په اړه داخله وزير ووئيل پاکستان د افغانستان نه انخلا كښې هم ښه كردار لوبولے څوك چې هم د افغانستان نه راتلل غواړي دوي ته ټرانزټ لپاره هر ډول ممكنه مرسته وركوٶ، آن آرائيول ويزے وركړے كېږي او د دې وېزو په شرطونو كښې هم نرمي شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاکستان كښې د تېرو 40 كالو راهسې 40 لكه افغان كډوال مېشتهدي كوم چې په بېلا بېلو سيمو كښې دي، کابل كښېد طالبانو د كنټرول نه پس پاكستان يو افغان وګړيلههم د پناه يا د كډوال درجه نه ده وركړې

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں