اسلام آباد 26 اګست(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د څلورو هېوادونو دورې په مهال دريم پړاؤ بشپړولو نه پس د زيارت په ورځ ترکمانستان څخه ايران ته لاړو۔ د اشك آباد په هوائي ميدان د ترکمانستان نائب خارجه وزیر او ترکمانستان كښې د پاکستان سفیر عرفان احمد خارجه وزير ته په مخه ښه اووې۔خارجه وزير په اشك آباد كښې د ترکمانستان صدر قربان قلی بردی محمدوف سره ملاقات كړے۔خارجه وزير په خارجه وزارت كښې ترکمانستان كښې دوه اړخيزه خبرو اترو كښې د پاكستاني پلاوي مشري وكړه۔خارجه وزير د څلورو هېوادونو دا دوره د افغانستان بدل شوي صورتحال په اړه د سيمي ګاونډيانو سره په ګډه په سيمه ايزه كچه متفقه تګلاري جوړولو د هڅو برخه ده۔