ایکسپو 2020 دبئۍ د پاکستان لپاره د تجارت او سرمايه كارۍ يوه ښه موقعه ده ،صدر ډاکټر عارف علوي

image

اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي ایکسپو 2020 دبئۍ د پاکستان لپاره د تجارت او سرمایه كارۍ په اړه يوه ښه موقعه ګرځولو سره وئيلي دي ایکسپو 2020 دبئۍ كښې فعاله شركت زمونږ د جیو اکنامکس پام لرني عكاسي ده ، خلیجی هېوادونو سره قوي ، ګڼ اړخيزه اړيكي د پاکستان په خارجه پالیسۍ كښې مرکزی حیثیت لري، افغانستان كښې امن د ټولو څخه زيات د پاکستان خواهش دے، بشري بحران څخه بچ كيدو لپاره او افغانستان كښې كوټلي امن او استحکام باوري كولو له د نړيوالي ورورولۍ مستقل او تعمیری مصروفیت ته اړټيا ده۔د متحدہ عرب امارات خپلې دورې څخه وړاندې اسلام آباد څخه ’’ګلف نیوز ‘‘ سره په يوه مركه كښې صدر عارف علوي د ایکسپو 2020 دبئۍ خپلې دورې ، د متحدہ عرب امارات او پاکستان ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمې رامخې ته شوي سماجي او اقتصادی منظر نامې په اړه خبره وكړه۔ده د ایکسپو 2020 دبئۍ په نړيواله كچه مشهورتيا وستائله ۔ ده ووئيل د پاکستان پویلین پرانستې لپاره دوه ورځنۍ دورې په مهال به ما سره اعلیٰ حکومتي چارواكي او نوموړي سوداګر هم وي۔زه په د خپلې دورې په مهال هلته مېشته پاکستانيانو ،نوموړو سوداګرو او میډیا پرسنز سره هم ملاقاتونه كوم۔ زما دا دوره د متحدہ عرب امارات او پاکستان ترمينځه د سفارتي اړيكو 50 كاله پوره كيدو په مناسبت سره هم مهمه ده۔ده ووئيل پاکستان ته به د تجدید وړ توان ، معدنی وسائلو ، رئیل اسټیټ ، انجینئرنګ ، انفارمېشن ټیکنالوجی ، زراعت او سیلګرۍ پشمول بيلو څانګو كښې غیر ملکی سرمایه کارۍ راغب کولو لپاره په زړه پورې موقعې ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں