اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن د ګل په ورځ د كراچۍ يوه ورځنۍ دوره كوي۔ د وزيراعظم آفس د مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم به په كراچۍ كښې د جديد سركلر رېلوے بنياد تيګه ږدي۔ وفاقي حكومت په كراچۍ كښې پبلك ټرانسپورټ ته جدت وركولو ويژن له مخې كراچۍ سركلر رېلوے نه يوازې بحال كوي بلكې موجوده نظام پراخا او جدت وركولو لپاره د يوې لويې منصوبې د بنياد تيګه ږدي۔ جديد سركلر رېلوے سټيشنز به استوګنو٬صنعتي او فتري سيمو سره وتړلې شي كوم سره به چې كراچۍ كښې نه يوازې ټرافېك كم شي بلكې روزګار لپاره سفر كونكو مسافرو ته به آسانۍ هم ترلاسه شي۔ د 207 اربه مجموعي لګښت سره بشپړه كېدونكې جديد كراچي سركلر رېلوے پروژه كښې به په برېښنا چلېدونكي ټرينونه شامل كړې شي كوم څخه به چې آلودګي كمولو كښې هم مرسته ترلاسه شي۔ د دې نه پس به وزيراعظم د كراچۍ په ګورنر هاؤس كښې د غونډو هم مشري كوي