اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) په افغانستان کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان وئیلي دي چې په افغانستان کښې تلپاتې سوله او امنیت نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په ګټه دے. پاکستان په افغانستان کښې ثبات راوستلو له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره په تماس کښې دے۔ پاكستان كوټلې هڅې كوي چې د نړيوالې ورورولۍ په شمول نړيوال بېنك ٬ اېشين ډوېلپمنټ بېنك ٬ آئي اېم اېف او نورې مالياتي ادارې افغانستان سره د معمول اړيكې ولري دغسې چې افغانان نورو معاشي ستونزو سره مخ نه شي٬ د هند د پاكستان په ضد پروپېګنډه بې بنياده او هسې مسخره ده ٬ كه د پنجشېر معامله وي يا ئې دا سرينا هوټل په اړه څه وئيلي ٬ دروغ ئې سمدستي نيولې شوي دي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خصوصي مركه كښې هغه ووئيل په افغانستان كښې د لوړې كچې ملاقاتونو ايجنډا يوازې افغانستان كښې تل پاتې امن په ځائې كول او ثبات رامخے ته كول دي۔ پاكستان غواړي چې نړيواله ورورولي او لوئيديز هېوادونه هم افغانستان سره خپل بشري او معاشي تړون په ځائې وساتي۔ منصور احمد خان ووئيل دافغانستان عبوري حكومت نړيوالې ورورولۍ سره ښې اړيكې غواړي ٬ طالبان غواړي چې نړيواله ورورولي هغه تسليم كري۔ د طالبانو دريځ دا دے چې د 10 بلين ډالرو كومې اثاثې منجمد كړې شوي دي هغه د افغان اولس اثاثه ده٬ په سمدستي توګه بحال كړې شي دغسې چې په فعاله ډول د افغان اولس ضرورتونه ترسره كړې شي۔ هغه ووئيل طالبانو څو څو وارې دا باور وركړے دے چې هغوي به چا ته د افغان خاورې د كوم هم هېواد په ضد د كارولو اجازه ورنكړي۔ هغه ووئيل دا مهال په افغانستان كښې نزدې 10سفارتخانې د افغانستان مرستې له كار كوي۔ هغه ووئيل پاكستان دا ګڼي چې دامهال د افغانستان يوازې پرېښودل به نه افغانستان لپاره ښه وي او نه منطقې لپاره۔ هغه ووئيل پاكستان به افغانستان كښې معاشي استحكام لپاره كردار ترسره كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې منصور احمد خان ووئيل د افغانستان مقبوضه كشمير او فلسطين سره د ورورولۍ اړيكې دي٬ هغوي د ټولو هېوادونو په اړه خپلواكه او آزاده پالېسي لري۔ هغه ووئيل پاكستان افغان عبوري حكومت سره په ګډه افغانستان څخه درملنو او د زده كړو په شمول نورو حاجتونو له پاكستان ته سفر كوؤنكو ته آسانۍ وركوي۔