اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه نيولې شوي جموں وكشمير كښې په هندي رياستي ترهګرۍ د ملګرو ملتونو مجرمانه خاموشي د كشميري اولس د ستونزو بنيادي سبب دے۔ د كشمير ميډيا سروس لخوا جاري كړې شوي يو رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د پاكستان وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې صحيح وئيلي دي چې په سوئيلي آسيا كښې امن د كشمير مسئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو او د كشميري اولس د خواهشاتو لمخې حل كولو سره تړلے دے۔ رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې ملګرو ملتونو له به په لويه كچه وړاندې راتللو سره د كشمير مسئلې حل كولو كښې خپل كردار ترسره كول وي۔ رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې فاشسټ هندي وزيراعظم نرېندر مودي مقبوضه جموں وكشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو سره د كشميري اولس جلا شناخت ختمولو هڅه كوي۔ د کے اېم اېس رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې نړيوالې ورورولۍ له به مقبوضه سيمه كښې د انسانيت په ضد په جرمونو كولو د مودي او هندي بوځ محاسبه كول وي۔