اسلام آباد۔9اکتوبر(اے پی پی) پاکستان د سعودي عربستان په جازان هوایی ډګر د حوثي ملیشو لخوا د ډرون برید په کلکه غندلې دې۔ د خالي په ورځ د بهرنیو چارو دفتر وياند لخوا په خپور شوي بيان كښې وئيلې شوي چې پاکستان د سعودي عربستان د جازان په كنګ عبدالله هوایی ډګر د حوثي ملیشو لخوا د ډرون بريد په کلکه غندنه كوي د كوم په نتيجه كښې چې یو شمیر خلک ټپیان او املاك زیانمن شوي دي۔ هغه ووئيل مونږ د د ټپيانو د زر رغېدو لپاره دعا کوو۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل دا ډول بريدونه نه يواځې د نړيوال قانون خلاف ورزي ده بلكې د دې د لاسه دسعودي عربستان او سيمې امن او سلامتيا هم خطر سره مخ كېږي۔ د خارجه دفتر وياند د سعودي عربستان سالميت او امنيت په ضد په كوم هم خطر كښې د پاكستان لخوا د هر ډول بشپړه مرستې او ملاتړ له د خپل لوظ پخلے وكړو۔