اسلام آباد۔13اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له د اسلامي هېوادونو ترمينځه اتحاد او يو والي ته اړتيا ده ، د پاک ایران پارليماني غړي دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ هغه د شورؤ په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د ايران پارليماني پلاوي سره خبرې كولې۔ د ايران په پارليمان كښې د ايران – پاك دوستي ګروپ مشر احمد امير عبادي فرحاني په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلي پلاوي د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو د منطقې په روانه وضعه او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سپيكر ووئيل پاکستان او ایران اسلامي ورونړه ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هیوادونو اړیکې د مذهب ، ورورولۍ ، تاریخ او ګاونډیتوب په تلپاتې اړیکو پورې تړلي دي۔ پارلماني ډېپلوماسي د پاکستان او ایران ترمینځه د اړیکو په پیاوړتیا کښې مهم رول لوبولی شي٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو كښې زياتوالے سيمه ايز پرمختګ او سوكالۍ لپاره ضروري دے٬ د تجارت او توان په څانګو كښې مرسته د دواړو هېوادونو په ګټه ده۔ هغه ووئيل اوسنے حكومت د ايران په شمول ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره د ملګرتيا اړيكو ته د ودې وركولو هڅې كوي۔ هغه ووئيل اسلامي نړۍ ته د پېښو چېلنجونو حل كولو له د اسلامي هېوادونو ترمينځه اتحاد او يو والي ته اړتيا ده۔ هغه ووئيل د ایران پارلیماني پلاوي اوسنۍ دوره به د دوه اړخيزه پارليماني اړيكو ته وده وركولو كښی يو مهم سنګ ميل ثابت شي۔ د ایران پاکستان دوستی ګروپ مشر احمد امیر آبادی فرحاني د سپیکر اسد قیصر ايران سره د ژور تعلق جذبه ستائلو سره ووئيل ايران پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ هغه ووئيل ايران د پارليماني او اقتصادي مرستې د لارې روانې اړيكې لا مستحكمول غواړي ٬ په سيمه ايز امن كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے او دوه اړخيزه اړېكو مستحكمولو له د پارليماني رابطو وده ډېره مهمه ده ۔ هغه ووئيل پاكستان او ايران له پاك پروردګار بلها قدرتي وسائل وركړي كوم چې د دواړه هېوادونو د اولس پرمختګ او سوكالۍ له كارېدے شي۔ هغه ووئيل د اسلامي نړۍ ترمينځه يو والي له د پاكستان هڅې د ستائنې وړ دي۔