وزيراعظم په رښتيني طرز عمل خپلولو يو نوے مثال قائم كړے، پاكستان به د خپلو مفاداتو خيال ساتي ،د كوم كېمپ برخه نه يو. د قامي سلامتيا سلاحكار معيد يوسف

image

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي سلامتيا ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي وزيراعظم په رښتيني طرز عمل خپلولو سره يو نوے مثال قائم كړے، پاكستان به د خپلو مفاداتو خيال ساتي، مونږ د كوم كېمپ برخه نه يو، نړۍ ته مو وئيلي دي په ګډه كار كول غواړو، چين سره د خپلو اړيكو باوجود امريكې سره هم ښې اړيكې غواړو، د پاكستان تر ټولو قيمتي اثاثه د دې محل وقوع ده، اوس مونږ جيو اكنامكس ته زيات پام كوو، دې مقصد لپاره نړۍ ته په امن، پرمختګ او سرمايه كارې كښې د ګډون كولو بلنه وركوو، نړيوالې ټولنې ته د كوم لوي انساني بحران يا ناامنې مخ نيوي لپاره افغانستان سره د پاتې كېدو ضرورت دے. ګلوبل سپېس وېلېج سره په خپله مركه كښې ده ووئيل زما په خيال د تېرو 20 كلونو نه صورتحال څه داسې ؤ چې يو د پوهې نه پرته جنګ پېل كړے شوے ؤ او دوي غوښتل چې پاكستان دوي لپاره دا جنګ وګټي كوم چې يوازې يو غېر حقيقي مقصد ؤ. د وزيراعظم عمران خان حكومت چې كومو چېلنجونو سره مخ شو په هغو كښې يو د هغه لخوا نوے مثال او نوے نظر وړاندې كول دي چې له مخې به ئې پاكستان د خپلې قامي ګټې خيال ساتي . په دې د ډېرو خلقو لخوا نيوكې وشوې خو پاكستان به اوس د بېسز﴿اډو﴾ كوربتوب نه كوي. هم دا رښتيا دي، ما داسې بدلون غوښتلو. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ يو عزت لرونكے قام يو، مونږ نړۍ ته وئيلي دي چې مونږ ورسره كار كول غواړو، مونږ په كوم كېمپ كښې نه يو، چين سره د خپلو اړيكو باوجود امريكې سره هم ښې اړيكې غواړو. ده ووئيل دا اړيكې د افغانستان، هند يا چين په تناظر كښې نه بلكې بايد د دوه اړخيزه نوعيت وي كومې چې د برابرې او شريكې ګټې په بنياد وي. په دې لړ كښې لا هم د كار كولو ضرورت دے. ډاكټر معيد يوسف ووئيل كه كوم داسې صورتحال رامېنځ ته شو چې پاكستان محسوس كړه چې دا زمونږ په ګټه نه دے نو مونږ به مخ په وړاندې لاړ نه شو. ده ووئيل په ماضي كښې اولس په اعتماد كښې نه دے اخستلے شوے او پرېكړې شوي ، په دې زيان شوے. اوس وزيراعظم نه يوازې امريكې بلكې هر هېواد سره د اړيكو په اړه نوے مثال باقم كړے. په افغانستان كښې د ناڅاپي بدلون په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل زما په خيال دا هر څه غېر متوقع وو، تر دې چې طالبانو لپاره هم چې په 12 يا 14 ورځو كښې هېواد د دوي تر قبضې لاندې راغلو. ده ووئيل 20 كاله پاكستان په دې خبر زور راوړے چې دا جنګ په عسكري طريقه نه شي ګټلې كېدے. افغانستان په دې لړ كښې يو تاريخ لري ځكه طالبانو سره د خبرو ضرورت ؤ او دا د مسئلې د حل كولو يواځنې لار وه. ده ووئيل د ګاونډي په حېث پاكستان په افغانستان كښې د امن او استحكام تر ټولو لوي پلوي دے ځكه چې د هغه ځائ اغېز په پاكستان هم كېږي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې معيد يوسف ووئيل هند په مقبوضه جمو كشمير غېر قانوني قبضه كړې او د بې ګناه خلقو په وحشيانه قتل كښې ككړ دے. ده ووئيل پاكستان د كشميري اولس د خپلواكې د حق ملاتړ كوي او دوي سره ولاړ دے. ده ووئيل په افغانستان كښې د بشري حقونو په اړه په نړۍ كښې شور جوړ دے خو په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه په سرغړونه كومه خبره نه كېږي. آيا كشميريان انسانان نه دي. بايد په كشميري اولس د هندي ظلمونو لړې بنده شي او بايد دوي ته د خپلواكې جائز حق وركړے شي.

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں