پاكستان به افغانستان سره د 5 اربه روپو بشري مرسته كوي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد 21 اکتوبر(اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان به افغانستان سره د پنځه اربه روپو مرسته كوي۔د زيارت په ورځ د افغانستان د يوې ورځنۍ دورې څخه په راستنېدو مېډيا ته بريفنګ وركولو په مهال ده ووئيل پاكستان به دوه اړخيزه تجارت كښې آسانۍ لپاره افغانستان څخه د تازه ميوو او سبزۍ د فري ډيوټۍ درآمد اجازه وركوي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه به پولې تګ راتګ لپاره 24 ساعته پرانستې وي۔ده ووئيل د خراب مال وړونكو ګاډو لپاره به خپل لين جوړولې شي٬افغان كاروباري خلك به په راتللو ويزه ترلاسه كولې شي او په كابل كښې د پاكستان سفارت ته ګڼ شمېر اندراجات لپاره د پنځو كلونو ويزې جاري كولو اختيار وركړے شوے ۔خارجه وزير ووئيل افغان مشرتابه اسلام آباد ته باور وركړے چې دوي به د تحريك طالبان پاكستان او بلوچ لبرېشن پشمول چاته هم د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد د كارولو اجازه ورنه كړي۔شاه محمود قرېشي ووئيل په افغانستان كښې لنډ مهاله حكومت پاكستان ته باور وركړے چې هغه به د تاپي٬كاسا- 1000 او د ټرانز افغان رېلوے پشان پروژو ملاتړ كوي

مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں