خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه به د اكتوبر په 6مه او 7مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي

image

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ دوه ورځنۍ غونډه به د اكتوبر په 6مه او 7مه نېټه په اسلام آباد كښې كېږي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د خارجه چارو قائمه كمېټۍ په غونډه كښې به د امريكې او چين په تجارتي جګړه او په پاكستان د دې آغېز او نورو اړوند چارو غور كولې شي۔د غونډې مشري به د كمېټۍ چيئرمېن ملك محمد احسان الله ټوانه كوي۔په غونډه كښې به د خارجه وزير شاه محمود قرېشي نه علاوه د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي۔غونډې ته به د تاپي پروژې او د پاك ايران ګاز پائپ لائن پروژې په اړه بريفنګ هم وركولې شي

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں